اشرف غني او صالح: پر جمهوریت ټینګار کوو؛ خو طالبان په مذاکراتو کې له دیني نصوصوځان باسي

 عزم(پنج شنبه،۱۸مرغومی ۱۳۹۹):نن د اشرف غني په مشرۍ یو لوړپوړی دولتي پلاوی ننګرهار ولایت ته تللی وه او هلته له سیمه ییزو قومي مشرانو او ځایي چارواکو سره وکتل.
اشرف غني په خپله وینا کې جمهوریت د “ټولو افغانانو” ګډه پانګه وبلله، چې په وینا یې د ساتلو او ثبات لپاره یې په ګډه کار په کار دی.
نوموړي که څه هم افغانانو ته سوله تر هوا او اوبو ډېره اړینه وبلله، خو ټینګار یې وکړ چې دیموکراتیکې لاسته راوړنې باید خوندي شي او د تیر “اسلامي امارت ” په څیر بیا شاته ونه ګرځو.
د اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح چې په عامه توګه سوله ضده څیره هم بلل کیږي، پر طالبانو تور ولګاوو چې ګواکې هڅه کوي له دیني بحثونو ځانونه وباسي.
نوموړي وویل «موږ غواړو چې د شریعت په اساس مذاکره ورسره وکړو، خو دوی یې نه غواړي.ولسمشر تېر کال محاسبه کړې ده چې طالبانو لږترلږه د افغانستان اقتصاد ته دوه میلیارده ډالر زیان رسولی»
نوموړي ونه ویل چې دا زیان په کومه برخه کې رسیدلی او نه یې هم د هغه پراخ اداري فساد یادونه ونه کړه چې له امله یې سلګونه میلیارده ډالر د څو مشخصو دولتي چارواکو جیبونو ته ولاړې.

صالح زیاته کړه چې ښایي د سولې بهیر د طالبانو لخوا د اوربند نه منلو له امله اوږد شي.
صالح که څه هم طالبان له دیني نصوصو په سرغړونه وننګول، خو ټینګار یې وکړ چې «زمونږ یوازېنی شرط دا دی چې دیموکراتیک نظام او ټاکنې باید یو اساسي او بنسټیز حق پاتې شي»
صالح په ډاګه نه کړه چې ولې د اسلامي نظام د رامنځته کیدو مخالفت کوي او جمهوري “دیموکرات” نظام ورته سره کرښه ده، په داسې حال کې چې مخالف لوری له دیني نصوصو په سرغړونه هم تورنوي.
اشرف غني د تیر په څیر یوځل بیا ننګرهاریانو ته ژمنې ورکړې، ویې ویل چې حصارک شېرزاد او خوګیاڼي پر موږ حق لري، ۱۲۰۰ پاڅونوال به دغو ولسوالیو ته ورکړل شي او ۴۰۰۰د معلمانو بستونه ورکوي.

په داسې حال کې چې د مؤقت حکومت د رامنځته کیدو اوازې یوځل بیا پیل شوې، اشرف غني وویل چې  ټوله دنده یې دا ده چې د ولس په اراده دولت خپل ځایناستي ته واک په قانوني توګه وسپاري

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button