سپېڅلی مسير او ستړيا نه منونکي لارويان..!

مولوي کریم الله کامران
د دوحې تړون تر لاسليک وروسته ځينو مغرضو کړيو او د اشغال په چوپړ کې ولاړو رسنيو داسې ګنګوسې خپرې کړې،چې ګواکې طالبان له جګړې ستړي شوي دي؛ او اوس د امريکا او د هغوی د داخلي ګوډاګيانو سره يو جوړجاړي ته ځان وهي، خو واقعيت معکوس و، بايد همداسې معکوس رسنيز شوی وای چې له جګړې ستړي طالبان نه بلکې امريکا ده، ځکه هغه وخت د امريکا د حکومت، سياسيونو، اولس او رسنيو لپاره تود بحث همدا و، چې د افغانستان جګړه د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده او پېچلې جګړه ده، امريکا يې د لويو ځاني زيانونو تر څنګ په اقتصادي لحاظ هم سخته ځپلې ده، نو ځکه امريکا بايد د افغانستان څخه د وتلو د لارې موندلو په لټه کې شي، له همدې امله امريکا خپل مخکنی دريځ چې ويل يې طالبان دي له کابل ادارې سره خبرې وکړي؛ څنګ ته کړه او د طالبانو سره د خبرو او مفاهمت لپاره د مذاکرې ميز ته حاضره شوه.
د طالبانو د خوځښت له پيله دوی د مفاهمت، خبرو او مذاکرې پوخ دريځ له ځان سره لرلی دی او د خپلي واکمنۍ پر مهال يې د خپلو ټولو مخالفينو پر مخ د مذاکراتو لاره خلاصه پرې ايښې وه، هغوی چې په وړاندې به يې په هر څومره جرمونو او جنايتونو لاس لړلی و، خو طالبانو به خامخا لومړی د مذاکراتو وړانديز ورته کاوه، که به مخالفينو له مذاکراتو مخالفت ښوده، خشونت او ضد ته به يې لاس اچاوه، نو بيا به طالبان هم نظامي چارې ته مجبوريدل.
د امريکا له يرغل وړاندې هم طالبانو د کړکېچ د حل او فصل لپاره امريکا تفاهم او مذاکرې ته راوبلل، چې زموږ ټول ګاونډي هيوادونه پرې اګاه دي، خو د امريکا فرعوني فکر او سوچ دا ناسمه وګڼله، چې د طالبانو سره پيښ شوی جنجال د حل لپاره د معقولي مذاکرې لاره خپله کړي، ځکه امريکا په خپلو روزل شوو پوځيانو، پرمختللي ټيکنالوژۍ او ماډرنو وسلو ناز او باور و، د ماديت له اړخه په هرراز لويدلی افغانستان يې په يوه ګوله له ستوني تېر باله، خو دلته يې هغه د معنويت، ايمان او عقيدې منار ته پام نه و، چې په مټ يې امريکا له خپل ټول زور، زر او تزوير سره د تش لاسو افغانانو پښو ته په ګونډو شوه.
د امريکې د تور يرغل او اشغال وروسته هم طالبانو د خبرو دروازه خلاصه ساتلې وه، په ۲۰۰۳م کال کې د طالبانو د سولې او مذاکرې وړانديز امريکا او دهغوی ګوډاګيانو ته له چا هېر نه دی، خو هغه وخت لا هم امريکا او ورسره مله ګوډاګيان يې د غرور او مستۍ په حالت کې وه، لا يې د فرعونيت خپسکه له مغزو نه وه ښکته شوې، تر هغه وروسته هم طالبانو بيا بيا د مذاکرې ميز ته راعوت کړي دي، خو چې کله يې هغه خوبونه په اوبو لاهو شول، چې دوی د افغانستان پر جغرافيه په سپينه ورځ ليدل او د اصيلو افغانانو له لورې يې د غرور او کبر کاسه چپه شوه، نو اخر مجبور شول، چې د طالبانو سره د خبرو ميز ته تسليم شي.
طالبان د جهاد د سپېڅلې مبارزې تر څنګ په مذاکراتو او خبرو هم پوره باور لري، چې د طالبانو د خوځښت له پيله تر اوسمهال د هغوی سولييز دريځ او په مذاکراتو باور د ورځي په څېر روښانه دی، نو له عقله او شعوره خلاص عناصر بايد درک کړي، چې د طالبانو مذاکرات او د ډيالوګ او سياست له لارې د افغانستان د اوږدې او پېچلي معضلې حل د طالبانو د ستړيا او ماتي په مانا نه ده، د طالبانو د لمر په څېر ځلېدونکی دريځ راښيې، چې طالبان به د حق له داعيې هيڅکله تنزل ونه کړي، او نه به له خپل روڼ مسېره پر شا شي، ځکه طالبان د خپل مسېر پر حق او حقانيت باور او اعتماد لري، هر ډول ستونزو، مشکلاتو، تکليفونو، لوړو او ژورو حتی مرګونو ته زړه ښه کولی شي، خو له خپل سپېڅلې مسېره تېرېدلای نه شي، بالفرض که امريکا د شوي توافقنامې څخه سرغړونه وکړي، نو د طالبانو له داسې غبرګون سره به مخ شي، چې د جګړې په ډګر کې به يې د توافقنامې څخه مخکني کلونه هېر شي، د دې مسېر د ټولو لارويانو په اند که يې د اسلامي نظام، د اشغال خاتمې او دې ته ورته سترو هيلو او ارمانونو ته لږ اندازه خنډ پيدا شي، دوی به خپله سپېڅلې مبارزه روانه ساتي او د هيڅ ستړيا احساس به نه کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button