غزل

ابرار بهیر
بس نور یې نه منم ښکاره ترې بغاوت کومه
ستا په نظام کې د تېارې اخر ته ورسیدم
د ژوند کیسه مي نوره ختمه ده نور وخت نلرم
ملا راځه راباندي وایه سپارې اخر ته ورسیدم
په تقدس د استشهاد یې یو داستان لیکمه
رنګ مي تمام د کتابچې اخر ته ورسیدم
د قسمتونو ویش شروع وو زه په تمه ومه
د حسابونو د شمېرې اخر ته ورسیدم
چا تر مرګي پر خدای سپارلی یم قسم یې کړی
اوس یې خبر کړﺉ که راځې اخر ته ورسیدم
مورې دعا ته دي حاجت لرم نور لاړم درنه
راپسي ویشه نذرانې اخر ته ور سیدم
زه په ملت د ابراهیم یمه نور مات به یې کړم
د اشرفیزم بوتخانې اخر ته ور سیدم