کندز: د طالبانو په برید کې ۹ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

عزم(جمعه، ۱۹ مرغومی ۱۳۹۹): له کندز ولایت څخه سرچینې وایي چې تیره شپه د دعه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو په یو برید کې ۹ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ځینو امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې تیره شپه طالبانو د کندز امام صاحب ولسوالۍ په چهل کپي سیمه کې د سرحدي ځواکونو پر پوستې برید کړی چې په ترڅ کې یې ۵ سرحدي پولیس وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو د برید مسئولیت منلی، ویاند یې ویلي چې تیره شپه یې د امام صاحب ولسوالۍ کې هغه پوسته له منځه وړې چې په ملکي خلکو یې هاوانونه ویشتل.

طالب ویاند ویلي په دغه برید کې یې بوسته کې میشت ۱۳ تنه عسکر وژلي، یو ټانګ، ډيره وسله اومهمات لاس ته ورغلي او په جګړه کې یې یو ملګری هم وژل شوی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button