جېک سولېوان؛ د حکومت په راتلونکو هیلو هم خاورې واړولې

خط اول:
افغان حکومت تمه لرله چې د ټرمپ د واک د پای ته رسېدو او د جوبایډن په راتگ به امریکا د افغانستان په اړه په خپله تگلاره له سره غور وکړي او له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ایستلو روان بهیر به ودروي. د اشرف غني په مشرۍ روان حکومت لا هم سولې ته چمتو نه دی او داسې سوله غواړي چې دوی په واک کې وي او طالبان لکه د حزب اسلامي په شان سوله وکړي او یو ځانگړي کور کې یې کلابند کړي. اشرف غني هغه ژمنې هم پوره نه کړې، کومې ژمنې یې چې د حزب اسلامي له مشرانو سره کړې وې او یا د دواړو ترمنځ په هوکړه لیکونو کې یادې شوې وې. د حزب اسلامي لا هم سلگونه بندیان خوشې شوي نه دي، په حکومت کې برخه ورنه کړل شوه، د حزب اسلامي پخواني چارواکي هم له دندو گوښه شول. د حزب اسلامي سوله طالبانو ته هم یو ښه درس شو؛ ځکه طالبانو ته له دې وړاندې هم گڼ وړاندیزونه شوي وو، خو د طالبانو له لوري ټول رد شول. څو کاله وړاندې طالبانو ته د ځینو ولایتونو د سپارلو خبره هم شوې وه، خو طالبانو دغه غوښتنه هم رد کړې وه.
حکومتي چارواکي اوس هم هره ورځ د سولې پر ضد حتماً یوه خبره کوي. د تېرې سې شنبې په ورځ د اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش وویل، چې نه په اساسي قانون کې د بدلون اړتیا شته او نه خلک بیا«امارت» غواړي.«اساسي قانون د افغانانو د اسلامي هویت هېنداره ده: اساسي قانون باید د سولې قرباني نه شي.» د دانش له خبرو په ورایه ښکاري، چې حکومت نه سولې ته ژمن دی او نه په داسې اسانه غواړي چې واک پرې ږدي. کله چې دوی له واک لېرې کېږي، ورسره له اوسنیو واکونو او پیسو هم بې‌برخې کېږي، چې دغه چاره د حکومت عادي چارواکو ته هم د منلو نه ده.
روانه اوونۍ د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن د ملي امنیت شورا لپاره نومول شوي سلاکار جېک سولېوان له «سي.اېن. اېن» تلوېزوني شبکې سره په خپله مرکه کې وویل، چې د امریکا نوی حکومت به هم له طالبانو سره شوي تړون ته ژمن پاتې کېږي او دغه تړون یې د دواړو لورو مسوولیت یاد کړ، چې ژمن ورته پاتې شي او دغه تړون باید پلی هم شي.
نوموړي وویل، د طالبانو او امریکا ترمنځ په دوحه کې لاسلیک شوی تړون باید یوازې په الفاظو کې نه، بلکې په عمل کې هم پلی شي.« د جوبایډن اداره به له روانې تگلارې ملاتړ وکړي، چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان بیا پر امریکا د برید لپاره د”ترهگرو” په پټن ځای بدل نه‌شي. اوس د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه‌لیک شته، چې یو شمېر ژمنې امریکا ته او یو شمېر نورې ژمنې یې طالبانو ته راجع کېږي. دغه هوکړه به د سوله‌ییز حل لامل وگرځي او موږ ته به اجازه راکړي، چې خپلې موخې ته چې د جگړې پای ته رسېدل دي، ورسېږو.»
د جېک سولېوان تازه څرگندونو هغه اوازې رد کړې، چې گوندې د جوبایډن اداره به له طالبانو سره شوی تړون مات کړي. طالبانو هم له وړاندې ویلي وو، چې دوی تړون د امریکا له نظام سره لاسلیک کړی او که هره ډله حکومت ته راځي، له دوی سره شوي تړون ته به ژمنه پاتې کېږي. روانه میاشت په امریکا کې حکومت بدلېږي او بایډن ته واک سپارل کېږي. ورسره دا هیله هم شته، چې د سولې روان بهیر به هم چټک شي؛ ځکه د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به په راتلونکو پنځو میاشتو کې ټول امریکايي عسکر له افغانستانه وځي. حکومت ته پکار ده چې نور د سولې پر وړاندې له خنډ جوړولو لاس واخلي او د هند او ایران په هغو بې‌ځایه ژمنو تېر نه وځي، چې اوس حکومت ته سینه ډبوي او د هر ډول مرستو ټټر ورته وهي. که راتلونکي کې افغانستان ته هر څه ورپېښېږي، مسوولیت یې د اوسني حکومت چارواکو ته ورگرځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: