د حجرې ياد يې تړمي اوښکې زما د ګريوان میلمنې کړې!

ليکوال: جاوېد افغان

نــن مي ســتا يادګار ته وژړل طـــالبه!

په حجره کې دي لیکلی په دیوال دی!

طالب که څه هم ظاهراً يې لباس او زندگي له نورو خلګو سره توپير لري، باید ووايم چې ننني عصر کې د اصحاب صُفه وو روڼ  او ښه مثال دی، که يې زندگۍ ته لږ سر هم ورښکاره کړو نو پوه به شو چې ټوله له دردونو، سختيو، مصیبتونو، کور، کلي، مور، پلار او بچیانو څخه په لرې والې کې تېرېږي او د ښايستونو دې غولونکې نړۍ څخه په کنار کې ژوند کړي!

لومړۍ مرحله يې ديني زده کړې وي چې له لوږې، تندې، منتونو او نورو کړاوونو څخه ډکه وي پيل شي، ډېر کم داسي پیښیږي چې له همدغه ستونزو سره سره دي خپل درسونه بشپړ او دفراغت ویاړ دي په نصیب شي، خو ډېرځله بیا داسي ونشي!

ډېر ځله يې کتابونه په شنه دسمال کې له استاد سره د يادګار په توګه پاتې شي، درسونه يې نيمګړي شي او طالب جان د ابد لپاره له خپلو استادانو، همزولو او حجرې د ملګرو څخه مخه ښه کړي!

طالب چې خپل کور، کلی، ملګري پریښي دي د یوه سپیڅلي هدف او ریښتونې مبارزې لپاره، دا سي نه چې خدای مکړه طالب په خپل ژوند، مور، پلار او د اولادونو په محبت او کليوالي ژوند نه پوهيږي!

داټول څه چې طالب يې ترسره کوي د یوه پاک آرمان د پوره کیدو په تکل.

پورتنی يادګار له نن څخه دیارلس کاله وړاندې شهید قاري روح الله “فیضاني” په حجره کې د ننه په ديوال چې زموږ او د نوموړي استوګنځای/درسګاه وه لیکلی و، چې دا دی نن يې موږ په یاد باندې تړمي اوښکې توی کړې او د نوموړي یاد لمانځنې په پار مو انځور ترې واخيست.

متل دی وای عُمُر مي لکه د ژمي مازديګری ډېر په تلوار سره تېر شو!

هوکې! څه رېښتونې خبره یې کړې!

ديارلس کاله تېرېږي لکن داسي احساس کوم لکه د ګوتو په شمار شپې چې تېرېدونکې وي، ریښتیا هم د ستړي ژوند پېلامې او خاتمې دي، نو ځکه يې هره شېبه بلا ځنډه منډې وهي.

تر خپل منزله لا نه وم رسيدلی چې د لارې په اوږدو کې مي په هغه خټين استوګنځي (حجرې) باندې سترګې ولګېدې، کوم چې يادونو يې زما خيالي دنیاګۍ له نن څخه دیارلس کاله وړاندې بوتله، او د ډېری ملګرو د نيمګړي ژوند ستړي یادونه مي د زړه کور کې دمه شول.

د حجرې خړو دیوالونو، د ملګرو يادګارنو، او طالبۍ کيسو مي د زړه حرم سم محاصره کړ، او د څو شېبو لپاره يې له نننۍ نړۍ څخه بې پروا او د خاطرو په پلو کې پټ کړم.

لمر خپلې زرينې وړانګې له هسکو غرونو څخه لکه دانسان ژوند په تلوار سره ټولولې، د یخنۍ موسم له وجې مرغان لا دمخه خپلو ځالګیو ته تللي ول، ما هم خپل موټر له لارې کیڼ لورې ته ودراوه، او څو قدمه د حجرې پر لور و خوځيدم.

د حجرې د ننه کيف/کم هماغه شان ول او د هيڅ بدلون احساس نشوای کیدای، لکن د طالبانوخپلمنځي مجلسونه د شپې تر نيمايې د خپلو نورو ملګرو څخه په جدایې،اتلولي، دردونو اويادونو باندې ښکل ول.

ځينو یې د تېرو دوه لسېزو د اشغال ځپلي ولس درد، آه، فریادونه او سپينې معصومې اوښکې انځورولي.

ځينو بیا د درد په ژبه د آرګ د ميلمنو (خوارجو) مظالم او وحشتونه بيانول چې تېر کال په همدې سړو شپو او ورځو کې يې د مجلس برخوالو ښه په میړانه مقابله کړې وه، د خوارجو مظالم لیکل یا انځورول خو زما د قلم د توان خبره بالکل نه ده/وه.

دوی ټول لکه وروڼه له يوې بخارۍ څخه راچاپېره ول او د هر یوه د ژوند د کړاونو په اړه باید ځانګړي داستانونه/کتابونه لیکل شوي وای!

هوکې! هغه وخت موږ ته د حجرې په ديوالونو دا شان لیکل ټوکې او دوخت تېرېدا ښکاریده، لکن نن د هريوه تللي اتل د ګوتو پاتې کرښو ته ژاړو او يادونه یې د اوښکو په بدرګو سره لمانځو، کاش د تللو اتلانو عُمرونه په ديوال د ليکل شوي يادګار او یا هم هغه شين رنګ په څېر وای چې تراوسه لا نه دی بېران شوی!!

دا هاغه حجره وه چې په ستنو او ديوالونو یې ډېری یادګارونه لا هماغسي نيمګړي ول چې لیکونکي یې د ابد په لورې تللي ول.

هوکې! يادونه او یادګارونه به يې تازه وي لکن تللي ګلابونه به بیا رانشي!!

شاعر څه ښه ويلي دي!

اې! شهیده ځوانيمرګه د زړه مینه مي تاسره ده!

اسـتاد چې شین وليکي، زه شــهید اشـنا ولیکم!

پای …..

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button