له ارګ څخه وتل؟؟!

نظر محمد مطمئن
ټرمپ به ویل له سپینې ماڼۍ نه وځم، اوس وایې د بایډن د لوړي مراسمو کې ګډون نه کوم، په خوښه نه، بلکې د مجبوریت له امله له سپینې ماڼۍ وځم.
سردار داوودخان ویل په مرګ به له ارګ څخه وځم، هملته پکې د پخوانیو خلقیانو/پرچمیانو لخوا له خپلې کورنۍ سره یوځای شهید کړل شو.
نورمحمد تره کی هم په همدې ارګ کې د خپل شاګرد له خوا ووژل شو.
حفیظ الله امین د ارګ په ځای د دارلامان ماڼۍ ډیره خوندي وګڼله، د واک د انحصار له امله یې په همهغه ماڼۍ کې سر وخوړ.
ببرک کارمل پخوانی دوست شوروي اتحاد نور خپل دښمن باله، ځکه هغه ته یې له ارګه د شړلو امر کړی و. ببرک نه منله چې له ارګ څخه ووځي، مګر مجبوره شو، له خپلې خوښې پرته له ارګ څخه ووت، واک ډاکټر نجیب په لاس کې واخیست.
ډاکټر نجیب ویل واک منتخب حکومت ته سپارم، له ارګ څخه داسي نه وځم، تر څو د خپلو خلکو په خوښه او غوښتنه مې واک منتخب حکومت ته نه وي سپارلی، وروسته یې ویل چې واک به د ایتلافي حکومت مشر ته سپارم، بالاخره یې منله چې واک به د مجاهدینو موقت حکومت ته سپارم، مګر دري واړه هیلې یې پوره نه شوې، د پخوانیو پرچمیانو او جمعیت اسلامي د ایتلاف له کبله د ارګ پريښودو ته مجبور، یو وخت د ارګ تر څنګ د طالبانو لخوا په دار وځړول شو.
صبغت الله مجددي هغه وخت د ارګ پريښودل ومنل چې د الوتکې پوزه یې په کابل هوايې ډګر کې د ناستې پر مهال په راکټ وویشتل شوه، او دی پکې ژوندی پاتي شو.
استاد برهان الدین رباني لومړی ځل هغه وخت ارګ پريښود چې په درنو او سپکو وسلو سمبال طالبان پلچرخي ته راورسیدل.
طالبانو کابل هیچاته پرينښود، په شپه کې یې همداسي په تیاره کې کابل ښار کابلیانو ته پريښود، او له کابله ووتل، کندهار کې د طالبانو مشر ملامحمد عمر مجاهد هم په خپله مخه ولاړ، پټ شو، او د امریکا ضد چریکي جګړه یې پېل کړه.
استاد برهان الدین رباني، دویم ځل ارګ بیا هم په خپله خوښه نه، بلکې د امریکا، روسيې او ایران د فشار له امله حامد کرزي ته پریښود.
حامد کرزي هڅه کوله چې له۱۳کاله واکمنۍ وروسته هم خپله او یا د کورنۍ کوم غړی یې په واک کې پاتې شو، مګر هوښیار و، د امریکا د هغه وخت ولسمشر بارک اوباما په ځواب پوه شو چې نور یې امریکا نه غواړي.
لنډه دا چې ارګ هیچا په خپله خوښه نه دي پري ایښې، او همدا ستونره ده چې ۴۰ کاله جګړه ده.
یوه خبره واضح ده، چې نوی راتلونکی حکومت به نه منتخب او نه د ټاکنو د لاري وي، او واک به هم ورته سپارل کیږي، داچې د راتلونکي حکومت د لوړي مراسمو کې به پخواني چارواکي ګډون کوي یانه؟ دا به وخت ثابته کړي.
واک پريښودل عیب نه، له ولس سره جګړه کې ښکېلتیا عیب ده، په واک او جګړه کې پاتې کيدو تر ټینګار په سوله او امنیت راوستلو ټینګار د افغان ولس غوښتنه ده، تر داسي منتخب حکومت چې د بهرنیو پوځیانو شتون او جګړې دوام لامل وي، داسي نظام باندي ټیګار چې د بهرنیو پوځیانو وتلو او جګړې پای ته رسيدو لامل شي.
د بهرنیو پوځیانو وتل، ټول الشموله نظام او سوله لومړیتوب ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button