کابل کې د خوراکي، سون توکو او اسعارو بیې

عزم(یکشنبه،۲۱ مرغومی ۱۳۹۹):نن د کابل ښار بیلابیلو سیمو کې د ځینو خوراکي او سون توکو بیو کې د تیرې اونۍ په پرتله تغییر راغلی دی.

د تېرې شنبې په نسبت نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو پلور بیه له ۱۷۵۰ څخه ١٧٤٠ افغانیو ته رالویدلې، خو په پرچون توګه بیا په ۱۷۵۰افغانۍ پلورل کیدل.

د نورو توکو بیې:

۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې عمده پلور بیه: ۲۴۰۰ افغانۍ؛ پرچون: ۲۴۲۰افغانۍ
۴۹ کیلوګرامه هندي بوره عمده: ۲۲۰۰ افغانۍ؛ پرچون: ۲۳۰۰افغانۍ
۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي عمده: ۱۵۵۰ افغانۍ؛ پرچون: ١٥٨٠افغانۍ
یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای عمده: ۳۲۰ افغانۍ؛ پرچون: ۳۳۰افغانۍ
او د یو کیلوګرام تور افریقایي چای پېر بیه عمده له ٣٤٠نه ٣٢٠ افغانیو ته راټیټه شوې خو پرچون بیا په ۳۵۰افغانۍ پلورل کیده.

سون توکي:

د یو خروار بې پوست بلوط لرګيو بیه له ٨٦٠٠ څخه ٨٢٠٠ افغانیو ته، د یو خراوار سرې ارچې لرګيو بیه له ۸۰۰۰ ٧٩٠٠ افغانيو او د ډبرو سکرو د یوه ټن بیه له ٦٨٠٠ څخه ٦٥٠٠ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د ګازو بیه د پخوا په څیر یو کیلو ۵۵افغانۍ ده؛ خو تیلو کې بیا تغیر راغلی چې د یوه لېتر پټرولو بیه له ٣٩ څخه ٣٦ افغانيو ته او د یوه لېتر ډېزلو بیه له ۳۹ څخه ۳۸ افغانیو ته رالویدلې شوې ده.

سره زر:
د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ٣١٥٠ څخه ٢٩٠٠ افغانیو او د یو ګرام ٧٥٠عیار عربي سرو زرو بیه له ۳۷۵۰ افغانیو٢٩٠٠ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د اسعارو بیې:

1 ډالر —————-77افغانۍ

1_ یورو ————– 93.50افغانۍ

1_ پونډ————— 103افغانۍ

1_ سویسي فرانک —— 85.30افغانۍ

1_ استرالیایي ډالر ———- 58.30افغانۍ

1_ کانادایی ډالر ———– 59.50افغانۍ

1_ دنمارکي کرون —— 12.35افغانۍ

1_ د ناورې کرون——– 8.70افغانۍ

1_ سویدني کرون——–9.05افغانۍ

1_ سعودي ریال —— 20.45افغانۍ

1_ داماراتو درهم …….. 20.95افغانۍ

1_ دکویټ دینار ————247افغانۍ

1_ قطر ——————20.50افغانۍ

1_ بحرین ————— 195افغانۍ

1_د ترکیې لیره ——— 10افغانۍ

1- د چین ین………….. 10.90افغانۍ

۱۰۰۰ هندۍ پیسې ———- 1040افغانۍ

۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې——-479افغانۍ

۱۰۰۰ایراني تومن ———- 3.15افغانۍ

۱۰۰۰ جاپاني ین ………… 720افغانۍ

د یادونې وړ ده چې د اسعار بیې وروستۍ نه دي او هره شیبه د بدلون په حالت کې

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button