روغتیا وزارت: په هېواد کې د کرونا له امله د مړه شوو کسانو شمېر له ۲زرو پورته شوی

عزم(یکشنبه، ۲۱، مرغومی ۱۳۹۹): د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا له امله ۱۲تنه مړه شوي او د کرونا ۸۴مثبتې پېښې هم ثبت شوي دي.

د یاد وزارت ویاند اکمل سمسور وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا وایروس ۱۰۰۳مشکوکې پېښې معاینه شوي، چې یوازې ۸۴ یې مثبتې وې او د پاتې معایناتو پایلې منفي وې.

د سمسور په خبره، په هېواد کې د کرونا له امله د مړه شوو کسانو شمېر هم ۲،۲۷۹ تنو ته ورسېد او د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر هم ۵۳،۴۶۲ ته رسېدلی دی، چې ۴۳،۷۴۰تنه ترې رغېدلي دي.

دی وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ۳۰۰تنه رغېدلي هم دي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وحید مجروح په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو، چې د کرونا په دویمه څپه کې د مثبتو پېښو شمېر مخ پر کمېدو دی.

نوموړي ویلي وو، که څه هم د مثبتو پېښو شمېر کم شوی، هم په ورځ کې د سمپلونو د مثبت کېدو کچه کمه شوې او هم په روغتونونو کې د کرونا ناروغانو په شمېر کې کموالی راغلی دی، خو دا دې معنا نه لري چې د کرونا دویمه څپه پای ته رسېدلې ده.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د پاکستان او هندوستان په ګډون په ګڼو اروپايي او امریکايي هېوادونو کې د کرونا دویمې بڼې مثبتې پېښې ثبت شوي؛ خو په هېواد کې تراوسه د کرونا دویمې څپې کومه مثبته پېښه ثبت شوې نه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: