نیمروز کې قتل عام: هوایي برید کې د یوې کورنۍ ۱۴غړي شهیدان شوي

عزم(یکشنبه،۲۱ مرغومی ۱۳۹۹): راپورونه وایي چې د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د یوه هوایي برید پرمهال ولسي خلکو ته د سر دروند زیان ور اوښتی دی.
د نیمروز د ولایتي شورا غړی، مسعود حکیمي وايي، برید تېره شپه د “منظرې” سیمه کې ترسره شوی چې په ترڅ کې یې نهه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

نوموړی وایي، ښایي پیښه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي، خو په هکله یې دقیق مالومات نشته.
ځینو دولت پلوه رسنیو ویلي چې برید د طالبانو پر ګمرک ترسره شوی او قربانیان عام وګړي دي؛ خو ځایي خلک بیا وایي، چې دغه هوایي برید د ملکي وګړو پر یوه کور ترسره شوی چې په ترڅ کې یې ۱۴تنه چې میرمنې او ماشومان هم په کې شامل دي،  شهیدان او ګڼ نور ژوبلیدلي دي.
ددوی په وینا چې برید کې یاد کور هم په بشپړ ډول لمنځه تللی او احتمال شته چې د قربانیانو شمیر تر دې هم لوړ شي.

سلام وطندار خبري شبکې بیا د امنیتي سرچینو په حواله ویلي، چې برید داسې مهال شوی چې سیمه کې ددولتي ځواکونو عملیات روان وه او د ملکي وګړو یو کور په دې ګمان چې ګواکې طالبان به هلته پټ وي په قصدي توګه په نښه شوی دی.

سمییزې سرچینې زیاتوي چې په همهاله توګه یو بل هوایي برید د یاد کلي پر جومات هم شوی، خو د جومات له ویجاړیدو پرته چاته زیان نه دی اوښتی.

دولتي چارواکي چې دا ډول بریدونه پر طالبانو د فشار راوړلو په موخه توجیه کوي، تردې مهاله یې په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښوودلی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button