د دوی لپاره درې انتخابه:

لیکنه: ابرار بهیر

دا چي د کابل د ادارې د ژوند وروستۍ سلګۍ دي، تمه یې نسته چي د بقا تر پولو ورسیږي نه یوازی افغان ملت او نړیوالو پرې د نمو او ودې باور له لاسه ورکړی، بلکي د خپل وجود غړي يې پر دې ګواه دي چي نور یې د کوما حالت دی او له دې حالت څخه د وتلو کومه مناسبه لاره ورته نه ده پاته.
پښتو کي متل دی: چي بیړۍ په سوال نه چلیږي.
دوی چي په دې خاوره کي هست شوي د یو بې پلاره او بې موره یتیم په څېر یې د خپلي مکاري ميرې تر لمن لاندي ژوند کړی، د یو لویدلي بي کسه، بې اولاده او بې سر پنا مسکین په څیر یې د هر در ته د سوال ځولۍ غوړولې.
تاسو فکر وکړۍ چي د یو داسي چا ژوند به څنګه وي چي نه خپله څه ولري او نه ورته د بل د لاس کومه اسره پاته وي، د کابل د ادارې حالت تر دې هم بد تر دی.
اوسنۍ مسلسلي تیښتي، خپل سریزې تبدیلۍ د استعفاوو غوښتني، د حزب، جمیعت، شمالي ټلوالي او نورو حزبونو له کابل ادارې څخه شاتګ او زړه نازړه توب. د ولایتونو، ولسوالیو او لویو بیوزونو د طالبانو لاس ته لویدل یې نور د وروستي مدار د پوره کیدو امکان له صفر سره د ضرب کیدو عملیه ده، نور به د خنثی حالت ته میلان کوي.
په داسي یو حالت کي د دومره لویو غوښتنو کول نه یوازي د شریعت خلاف، بلکي د عقل تقاضا هم نده چي تر سره شي. د دوی د زوال څرک خو په قطر کي د دوحي د تړون لاسلیک وو چي تر سره شو.
په اوسنیو مذاکراتو کي د دایمي اوربند(ډز بندۍ) غوښتنه د دوی لپاره د ساده اوبو غړپ کول دي او بس. تر څو دوی خپلو اقتصادي، سیاسي فرهنګي او فکري فعالیتونو په ارامه فضا کي ادامه ورکړي.
بل مقابل به روانه معرکه تر هغو دوام مومي چي په بشپړه معنا اسلامي نظام قایم او دایم شوی نه وي، احکام الهي پکي نافظ سوي نه وي او حق پکي د واک ګدۍ ته نه وي رسیدلی. او هغه ناروا غوښتني او اهداف چي دغه حالت یي محیا کړی له منځه نه وي تللی.
دوی په اصل کي ربوټان وو او د ربوټانو خصوصیت دا دی چي د بل د ریموټ په وسیله به حرکت کوي، د ربوټ یو خصلت دا هم ده چي د بل د هدف لپاره ترې کار اخستل کيږي.
زما په نظر دوی نور درې انتخابه لري: یا به تښتي. یا به وژل کيږي او یا به حق ته ځان تسلیموي.
سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل/الإسرَاء : 81
وَقُلْ جَآءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبٰطِلُ ۚ إِنَّ الْبٰطِلَ كَانَ زَهُوقًا
ژباړه: او اعلان وکړه چي: “حق راغى او باطل له منځه لاړ، باطل له منځه تلونكى دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: