کرېکټ: څلور نور لوبغاړي هم اماراتو ته ولاړل

عزم(دوشنبه، ۲۲، مرغومی ۱۳۹۹): د افغانستان د کرېکټ بورډ اداره وايي، پرون یې د ملي لوبډلې د بشپړ چمتووالي په موخه څلور نور توپ اچوونکي هم متحده عربي اماراتو ته لېږلي دي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، قیس احمد، فضل الحق، حمزه هوتک او فرید ملک یې هم اماراتو ته لېږلي دي، تر څو د توپ اچوونې او ډګر ساتنه کې د لوبډلې د چمتووالي په موخه له یادو توپ اچوونکو څخه ګټه پورته کړي.

د تېرې شنبې ورځې راهیسې ملي لوبډلې د ایرلینډ پر وړاندې د لوبو لپاره د چمتووالي په موخه خپل تمرینات پیل کړي دي.

ټاکل شوې د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د روانې جنوري میاشتې په ۲۱مه، ۲۴مه او ۲۶ مه درې نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شي.

یادې سیالۍ د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

تېره اوونۍ کرېکټ بورډ د ایرلینډ پر وړاندې د لوبېدونکو لوبغاړو نوملړ خپور کړی و. له ملي لوبډلې سره اوس‌مهال د توپ اچوونې په برخه کې راشدخان، مجیب الرحمن، محمد نبي، نوین الحق، یمین احمدزی، سید احمد شېرزاد، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب او شرف الدین اشرف ملګري دي، خو پرون یې څلور نور توپ اچوونکي هم له ملي لوبډلې سره ملګري کړي دي؛ خو د توپ وهنې لپاره یې کوم لوبغاړی نه دی لېږلی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: