او کله چې وجدان ویدۀ شي…!

عنایت الله خاموش
ستاسو پام دی؟ د نړیوال امنیت ساتونکي او د هغوی تبلیغاتي مدافعین، یوازې هغه مهال غږ پورته کوي او رسنیزه غوغا جوړوي، چې د دوی کوم کس ووژل شي. بیا نو د دوی له لوري، د تسلیت پيغامونه، فوټوشاپ شوي انځورونه او نور تبلیغات خپرېږي. خو کله چې د ملت ماشومان، ځوانان، سپين ږیري او زنانه په ډله ییزه توګه شهیدانېږي او دا جنایت د نړیوال امنیت ساتونکي ترسره کوي؛ بیا يې خولې ګنډلي، وجدانونه بیده، غوږونه کاڼه او سترګې ړندې وي.
بده يې لا دا چې کله په کومه سیمه کې د نړیوال امنیت ساتونکو له لورې کوم جنایت ترسره او عام ملت ته زیان ورسېږي؛ همدغه د اشغالګرو او نړیوال امنیت د ساتونکو تبلیغاتي دستګاه او مدافعین، په ډېره سپين سترګي سره دا پیغام بدرګه کوي چې طالبانو ته زیان اوښتی.
څو ورځې مخکې د کندهار په ارغنداب کې او دا دی تېره شپه د نیمروز په خاشرود کې ستر وحشت ترسره شو. تر دې مخکې چې کوم جنایتونه ترسره شوي، هغه خو د خلکو له ذهن څخه وتلي. ځکه ورځ تر بلې داسې جنایتونه ترسره کېږي، چې مخکیني يې له یاده وباسي. د خاشرود د تېرې شپې په جنایت کې ټول وژل شوي کسان ملکیان دي، چې ۱۲ تنه يې یوازې د یوې کورنۍ دي. سره له دې چې د سیمې اوسېدونکو يې جسدونه د ولایت مخې ته راوړي؛ خو د نیویارک ساتندویان په ډېره سپين سترګۍ سره وايي چې په خاشرود کې يې طالبان وژلي. سره له دې چې په وژل شویو کې د داسې ماشومانو جسدونه دي، چې کال يې لا پوره شوی نه دی.
مګر په ټولنیزو رسنیو کې د اشغالګرو او نړیوال امنیت ساتونکو د فکري ملګري او مدافع په وژل کېدو، چې په پوره احتمال سره، د ارګ د ځينځيري وژونکو کړۍ له لورې به وژل شوی وي؛ غوغا جوړه ده. ځکه هغه د اشغال ستر حامي او د اشغالګرو پخوانی جاسوس پاتي شوی و او اوس يې د همدغه جنایتکارانو ژبنۍ دفاع کوله او د هغوی د ژبې حیثیت يې درلود.
نو اوس تاسو فکر وکړئ؟ چې د نړیوال امنیت ساتونکې څنګه ملکي وګړي شهیدانوي او د ذهنیت بدلولو په موخه څنګه په ډېره بېشرمۍ سره په رسنیو کې وايي چې موږ طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله؟ او څنګه د دوی مدافعین د اذهانو مغشوشولو په موخه منفي تبلیغات کوي؟ تاسو وګورئ څنګه وجدانونه وژل شوي؟ څنګه ټول په اصطلاح مدني فعالان چوپ دي او د نړیوال امنیت د ساتونکو دا ستر جنایت نه غندي؟
تاسو پوهېږئ دا ولي؟ په دې غندنه کې دوی ته مالي امتیاز نه رسېږي. ځکه په دې غندنه کې يې مالي امتیازات قطع کېږي. ځکه بیا په مرګ تهدیدېږي او دوی د مرګ او لوږې له وېري خپل وجدانونه پلورلي. ځکه د خاشرود و ارغنداب ماشومان او ملکیان د دوی د مخالفینو په سیمه کې اوسې او هغه څوک چې د دوی د مخالفینو په سیمه کې اوسي، ټول باید ووژل شي. دا پيغام د دوی د معنوي ايډیال بوش هم و او دوی هم ترې الهام اخیستی. نو کله چې وجدان بیده شي؛ هلته بیا فرد اهمیت لري، نه ملت او هر جنایت د فرد د ساتنې او اقتدار لپاره ترسره کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: