تکراري وعدې او سپين سترګی ولسمشر!

عنایت الله خاموش
لکه چې د سیکولریزم په قاموس کې سیاست مخ او څټ نه لري او موخه يې فرېب، دوکه، دروغ او د عوامو بوختول دي. په همدې ترتیب، هغه کسان چې د سیکولري فکر او نظریې له اړخه د سیاست میدان ته را داخلېږي؛ حتمي ده چې فرېب، دوکه، دروغ او د عوامو بوختول به يې مهمې ځانګړنې وي. ځکه خو موږ ویلای شو چې اوسني د ډيموکراسي مدافعان او ډيموکراټ فکر درلودونکي سیاست پوهانو ته یواځې شخصي ګټې مهمي دي، د ټولنیزو ګټو هیڅ پروا نه لري. د دې لپاره چې په ټولنه کې خپل حیثیت او موقف وساتي؛ د خلکو لپاره مختلفې برنامې په لاره اچوي او په ځان يې را ټولوي. ترڅو په ټولنه کې محبوبیت پيدا کړي او خلک ورته درنښت ولري. خو د دوی دغه کاذب درنښت له دې کبله لنډ مهاله وي، چې د مبارزې اساس يې، ناسمه مفکوره تشکیلوي.
له پورته خبرو څخه مې موخه، ننګرهار ته د کابل ادارې د مشر او ورسره ټېم سفر و. په دې سفر کې اشرف غني چې د ارګ په رأس کې قرار لري، له ننګرهاري ولسونو سره داسې ژمنې وکړې، چې پوره کول به يې له عجایبو څخه وي. دا ځکه چې اشرف غني ځو ځله پخوا هم ننګرهار ته سفرونه کړي او له ننګرهاري ولسونو سره يې وعدې کړي، چې بیا وروسته همغه وعدې په اوبو لاهو شوي او خدای خبر کوم لور ته به يې وړي وي؟
غني له ننګرهاریانو سره ژمنه وکړه چې په ملکي او نظامي ادارو کې به پراخ اصلاحات راولي او د امنیت، بیارغونې، برېښنا، ترانزیټ او نورو برخو کې به جدي اقدامات وکړي. غني همدارنګه وویل چې د ښوونیز بهیر د ښه والي په موخه به ۴۰۰۰ ښوونکي ګماري. د دې ترڅنګ يې نورې ژمنې هم وکړې، چې ډېری يې د ننګرهاریانو په وینا تکراري وې او په پخوانیو سفرونو کې يې هم د ولس غولونې په موخه ځينې خیالي وعدې کړي، چې تر اوسه يې یوه هم نه ده عملي شوې، نه د برېښنا په برخه کې، نه د ښوونکو، نه د بیارغونې او نه په روغتیايي برخه کې شوې ژمنې عملي شوي.
خو غني په دوه سببه ملامت دی. یو دا چې یا خو د ذهني فشار له کبله د حافظې په کمزورۍ اخته شوی او پخوانۍ وعدې نه ورته یادېږي، یا هم سپين سترګي کوي او د احساساتي و غولونکو ویناو پواسطه خلک تېر باسي. ځکه نوموړي له دې وړاندې سفرونو کې هم ورته ژمنې کړي؛ خو نه يواځې دا چې عملي شوي نه دي او ښه والی نه دی پکې راغلی، بلکې لا بدتره حالات رامنځته شوي.
ځکه خو موږ ویلای شو چې که د حافظې په کمزورۍ اخته وي او که سپين سترګی وي، د ولس په سترګو کې دې خاورې نه ښندي او غولونکو وعدو په ورکولو سره دې ولسونه نه تېر باسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: