نیویارک ټایمز: کابل حکومت خلکو ته ”د غلطو معلوماتو“ ورکولو په جګړه کې

عزم (دوشنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۳۹۹): امریکايۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جنوري په لسمه د کابل حکومت لخوا پر خپلو مطبوعاتي چارواکو باندې د لګېدلو محدودیتونو په اړه راپور خپور کړی دی.

راپور د تیرې اکتوبر میاشتې په ۲۲تمه د تخار پر یوه مسجد باندې تر شوي بمبار وروسته د حکومت لخوا پر خپلو مطبوعاتي چارواکو باندې پر لګېدلو بندیزونو راڅرخي.

نیویارک ټایمز وايي، کله چې احمد جواد هجري په روغتون کې هغه ماشومان ولیدل چې د حکومت په یوه هوايي برید کې ټپیان شوي وو، توقع یې نه درلوده چې غبرګون به یې بندیخانې ته ورسوي. خو کله چې ښاغلي هجري، چې هغه وخت د تخار د والي ویاند و، رسنیو ته د پيښې په اړه معلومات ورکړل، ونیول شو، او تر درې ورځني بند وروسته له دندې ګوښه شو.

په کابل کې لوړپوړو چارواکو ټینګار کاوه چې په بمبار کې وژل شوي کسان ټول طالب جنګیالي دي، او هر هغه څوک به تر قضايي تعقیب لاندې ونیول شي چې له دې پرته بل څه وايي.

خو هجري وايي، ”ما په روغتون کې ټپي شوي ماشومان ولیدل. کومه تېروتنه مې نه ده کړې“.

راپور لیکي، د افغانستان جګړه له متضادو ادعاوو سره راروانه پاتې شوې ده، خو د تخار هوايي برید ته د حکومت غبرګون د اشرف غني د ادارې په تکتیکونو کې د یوه نوي بدلون څرګندونه کوله: په زغرده د بېګناه خلکو د تلفاتو په اړه د معلوماتو بندول او ردول. دې کار همداراز د سیاسي فضا د بدلون ته هم اشاره کوله، ځکه په قطر کې د سولې مذاکرات روان دي او طالبان په نړیوال سټیج له ترلاسه کوونکې توجه د استفادې په حال کې دي.

نیویارک ټایمز وايي، د جګړې په لومړنیو کلونو کې د افغانانو د ذهنونو او زړونو ګټلو لپاره کېدونکي خبري کنفرانسونه اوس تقریبًا بند شوي، او د جګړې اصلي ښکېل لوري – امریکا، طالبان او حکومت – اوس خپل هدف ته د رسېدو لپاره د عامه اړیکو  جلا جلا سټراټيژۍ ازمويي.

اوس چې په راتلونکو میاشتو کې د امریکايي ځواکونو د وتلو تمه ده، افغان حکومت – چې د طالبانو بریدونو، د خپلو امنیتي ځواکونو لوېدلي مورال او په هېواد کې د هدفي وژنو لړۍ په مشکلاتو کې ډوب کړی – د ډموکراټیکو ارزښتونو د مورچل په حیث د ځان ښوولو ته شا کړې ده.

ورځپاڼې د کارپوهانو له قوله لیکلي، د اکتوبر هوايي برید د افغان حکومت لپاره د بدلون نقطه وه، ځکه هغه مهال یې د محاسبې له پلمې مخ واړاوه او له یوې مخې یې د هغو کسانو په زغرده غندنه پیل کړه چې د حکومت له خوښې پرته نور څه یې ویل. د کارپوهانو په اند، حکومت ښايي دا دریځ ځکه خپل کړی وي چې ویریږي د خلکو پاتې باور به هم وبایلي.

راپور وايي، د حکومت لخوا پر اطلاعاتو لګېدونکو محدودیتونو یوازې طالبان ځواکمن کړي دي. طالبان خلکو ته ثابتوي چې دوی د اوسنیو مشرانو په نسبت، چې ورځ په ورځ باور بایلي، د افغانستان د ښې رهبرۍ توان لري.

د بشري حقونو د څار ادارې د اسیا څانګې مرستیال مشرې، پاټریشیا ګوسمن، نیویارک ټایمز ته ویلي، افغان حکومت دومره له نیوکې ډاریږي چې د غلطیو منلو ته زړه نه ښه کوي او یا دا چې له عاملینو سره دې یې حساب وکړي. د ګوسمن په خبره، د حکومت دا کړنه پخپله د دوی په زیان ده، خو بیا هم په هر صورت د معلوماتو کنټرول غواړي.

نیویارک ټایمز لیکلي چې د افغانستان د جګړې ټول لوري ملکي تلفات د یو بل پر ضد د تبلیغاتي توکو په حیث کاروي. خو د بهرنیو ځواکونو د حضور له کمېدو سره چې پخپله افغان ځواکونو د طالبانو پر ضد جګړې ته مخه کړې، هغه ړانده هوايي او توپچي بریدونه یې پر خلاف د تبلیغاتو ځواکمن توکي جوړ شوي چې ملکي خلکو ته تلفات پکې اوړي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، په داسې حال کې چې طالبانو خپله تبلیغاتي جګړه تېزه کړې، حکومت خلکو ته پر وړاندې کېدونکو اطلاعاتو خپل ګرفت ټینګ کړی دی. ورځپاڼې د بېلابېلو ولایتونو د چارواکو له خولې لیکلي چې له تیرې اکتوبر میاشت راهیسې د اشرف غني ادارې ولایتي ویندویان او ولسوالان رسنیو ته له معلوماتو ورکولو منع کړي دي، په ځانګړي ډول د ملکي تلفاتو په اړه.

د حکومت لخوا دې تازه بندیزونو ولایتي ویندویان ډارولي دي چې ښايي دندې له لاسه ورکړي او یا هم له بندي کېدو سره مخ شي. یوه ویاند د نوم نه ښوولو په شرط ویلي چې ژورنالستانو به څو ساعته یا ورځې د دوی د دریځ اورېدو لپاره انتظار کاوه ځکه چې دوی ته د ځواب ورکولو اجازه نه وه.

امریکايي چارواکو او د اشرف غني د ادارې غړو د دې وروستي دریځ لامل د محلي او ملي ادارو ترمنځ نه همغږي بللې او وايي ولایتي ویندویان یوازې پر امنیتي موضوعاتو باندې له خبرو کولو منع شوي دي.

د اشرف غني ویاند، صدیق صدیقي، بیا رد کړې چې حکومت د معلوماتو محدودلو هڅه کوي. صدیقي معلوماتو ته د لاسرسي لپاره د خپل حکومت د قوانینو نفاذ د سیمې په کچه بېساري بللی دی.

یو امریکايي چارواکي وايي، په محلي سطحه د حکومت لخوا د معلوماتو د مخنیوي پرېکړه طالبانو ته د هېواد په ولسوالیو او حکومت ته په ملي کچه د خلکو د نظریاتو د کنټرول توان ورزیاتوي.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، ورځپاڼې ته ویلي چې د دوی د رسنیزې سټراټيژۍ تمرکز خلکو ته د حقایقو پر رسولو دی. د طالبانو پر ضد د تبلیغاتي جګړې لپاره، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر په ۲۰۱۸ز کال کې د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق تر وژل کېدو وروسته، د Information Warfare Task Force-Afghanistan په نوم د رواني عملیاتو قطعه جوړه کړه، چې د سایبري وسایلو، کشف شویو تماسونو او خواله رسنیو په رایوځای کولو سره د طالبانو د معلوماتي چېنلونو د اخلالولو کار کوي.

د تخار د والي مخکینی ویاند، ښاغلی هجري، اوس هم پر هغو تلفاتو له سترګو پټولو انکار کوي چې د اکتوبر په ۲۲تمه یې لیدلي دي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د نوموړي ادعا وروسته تایید کړه او په یوه راپور کې یې وویل چې د حکومت هوايي برید د ۷ او ۱۳ کلونو ترمنځ نهه ماشومان وژلي او د طالبانو په شمول یې تر ۱۴ زیات نور کسان ټپیان کړي دي.

هجري اوس وايي، ”زه اوس د دوو پاڼونو ترمنځ یم: یوې خوا ته طالبان دي او بلې خوا ته حکومت. برخلیک مې ناڅرګند دی“.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: