د ﺗُﺴْﺘَﺮْ پر فتحه د انس رضي الله عنه ژړا!

حامد افغان

روایت کا چې کله به انس بن مالک رضي الله عنه ته د ﺗُﺴْﺘَﺮْ فتحه وریاده شوه نو ژړل به یې! تستر یا شوشتر د ایران خوزستان کې یوه سیمه ده، دا سیمه د مجاهدینو له اوږدې محاصرې وروسته د مسلمانانو لاس ته ورغله. دا هغه مهال د اسلام ستره فتحه وه او مجاهدینو خورا زیات غنیمتونه ترلاسه کړل، چې خبره داسې ده نو بیا انس د هغې په یاد ولې ژړل؟! ځکه چې:

د مجاهدینو څو پیاوړي ځوانان د تستر کلا ته ننوتې ویالې ته ولویدل، هلته ورننوتل، نورو مجاهدینو ته یې دروازه خلاصه کړه، هغوی ورننوتل او له لاس په لاس خورا خونړۍ جګړې وروسته کفار مات او مجاهدین بریالي شول، دا د ویالې له لارې ننوتلو کار له سهار مهال لیږ مخکې پیل شو او له لمر راختلو وروسته فتحه ترلاسه او جګړه ارامه شوه، دا خورا خطرناکه او سخته جګړه وه چې برخه وال یې یو سل او اتیا زره (180000) جنګیالي وو! دوی کې دېرش زره (30000) مسلمانان وو او پاتې یوسل او پنځوس زره (150000) کافران وو.

نو په دې خطرناکه جګړه او دې تنګ وخت کې مجاهدینو د سهار لمانځه ته وخت پیدا نه کړ، ځکه به چې کله انس رضي الله عنه ته د تستر غزا ورپه یاد شوه؛ ژړل به یې، د بخاري په روایت کې راغلي چې انس به ویل: که سره اوښان مې له لاسه وتلي وی دومره به نه وم خپه شوی لکه د تستر غزا کې د سهار په قضا شوي لمانځه چې څومره خپه شوم! تاریخ الطبري وﺍﻟﺒﺪﺍﻳﺔ ﻭﺍﻟﻨﻬﺎﻳﺔ

په دې لمانځه کې انس رضي الله عنه او ټول مجاهدین معذور وو، خو بیا هم چې کله د یوه لمانځه قضا کیدل وریاد شي پرې ژاړي!! راځې موږ هم له ځانونو سره فکر وکړو چې د لمانځه څومره اهتمام کوو او په ناوختي او قضایي یې څومره خپه کیږو؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: