له شهرت څخه تېښته!

د هند د مشهورې مدرسې دارالعلوم دیوبند بنسټګر مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله به په بهر کې خلکو ته ځان نه ورپېژاند، هغه د هندي ملایانو مخصوصې جامې هم نه اغوستلې، خپل نوم به یې خورشید حسین یادوه، (دا یې پدري نوم و)، خپل ښار “نانوته” به یې خلکو ته نه یادوله، بلکې ځان به یې د “اله اباد” یادوه، ملګرو ته به یې ټینګار کاوه چې ما خلکو ته مه معرفي کوئ.

چا ورته وویل ځان د “اله اباد” ولې ښیې، ته خو د “نانوته” یې؟! یعني دروغ رامنځته کیږي، ده ورته وویل: نانوته هم اله اباد ده، یعني د الله له ښارونو یو ښار ده. خطبات حکیم الامت التهانوي رحمه الله

رښتیا هم د الله رښتینې بنده ګان له شهرته تښتېدل او په خلکو کې له لوړ مقام نه به یې منډې وهلې، علي زین العابدین رحمه الله به هم نابلده خلکو ته ځان سید نه یاده. اویس القرني رحمه الله هم څه موده مدینه کې اوسیدی، وروسته نادرکه شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: