د إمام مالك رحمه الله فتوىٰ (د تاريخ له عجائبو)

په مدینه منوره کي یوه ښځه وفات سوه ، یوه بله ښځه د غسل ورکولو لپاره ورته راوستل شوه ، کله چي یې اوبه ورباندي توی کړي دې غسل ورکونکي ښځي په هغي وفات شوي ښځي پوري تهمت ووايه چي دې جسد به څومره زناوې کړي وي.

د الله تعالی په کامل قدرت سره ددې غسل ورکونکي ښځي لاس د وفات شوي ښځي په جسد پوري و نښتی، یعني ورپوري متصل سو ، حتی چي لاس ته یي حرکت هم نشو ورکولای ، د میت وارثانو له دباندي ږغ ور وکړ چي کفن حاضر دی در به یي کړو ، دې هیڅ ږغ و نکړ ، وبالاخرة یوه بله ښځه ورته را دننه سوه چي ګوري ددي ښځي لاس د میت په جسد پوري لګیدلی دی ، خبره غټه سوه ، علماء په خبر سوه ، بعضو وویل چي د ښځي لاس پري کوو ، بعضو وویل چي د میت د جسد څه به حصه پري کړو ، د علماؤ تر مینځ اختلاف راغی ، بعضو وویل چي ژوندی انسان حق لري چي وساتل سي ، بعضو وویل د میت د جسد احترام واجب دی .
خلاصه دا چي فیصله پر دې وسوه چي د فقیه المدینة المنورة امام مالک رحمه الله څخه به فتویٰ أخلي ، کله چي یي و هغه ته حال بیان کی هغه خپله راغی د غسل ورکونکي ښځي د دروازي و ها خوا ته ودریدی او پوښتنه یي ورڅخه وکړه چي رښتیا راته ووایه تاته ددې میت په هکله څه وویل ؟
هغې هم رښتیا ورته وویل چي ما پر دي ښځي د زناکارۍ تهمت ووایه .
نو امام مالک رحمه الله فیصله صادره کړه چي نوري ښځې دي ورسي او دا غسل ورکونکي ښځه دي أتیا دورې ووهي.
*(والذين يرمون المحصنات ثم لم يأتوا باربعة شهداء فإجلدوهم ثمانين جلدة ولا تقبلوا لهم شهادة أبدا وأولائك هم الفاسقون)*

هغه کسان چي پاکیزه ښځې په تهمت ولي ، بیا څلور شاهدان هم نشي راوستلای هغوی أتیا دورې ووهئ ، او د أبد لپاره د هغوی شاهدي مه قبلوئ ، دا کسان فاسقان دي.

ښځي ورغلي او پر هغي یي حد قذف جاري کړ ، کله چي اتیا دوري پوره شوي د ښځي لاس د میت له جسد څخه را جلا سو ، په همدي وخت کي علماؤ وویل ( لا يفتي أحد و مالك في المدينة) بل څوک دي فتویٰ نه ورکوي حال دا چي امام مالک په مدینه منوره کي موجود وي.

المصدر : تحفة المحتاج لابن حجر

لیکنه: عبدالرحمن محمود

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: