سعودي عربستان د ۵۰۰میلیارد ډالرو په ارزښت په نوي سیستم د یوه ښار د جوړیدو اعلان کړی

عزم(دوشنبه،۲۲ مرغومی ۱۳۹۹): سعودي عربستان وایي چې پریکړه یې کړې تر څو په نوي سیستم داسې یوښار ورغوي چې هیڅ کاربن دای اکساید ونه لري.
چارواکو ویلي چې دغه ښار د سعودي عربستان په شمال لوېديځه العلا سيمه کې جوړېږي چې شاوخوا ۵۰۰میلیارد ډالره لګښت ورباندې راځي.
د سعودي ولیعهد وایي چې ، دغه نوی جوړیدونکی ښار به د هوا له ککړتيا پاک وي، نه به په کې موټر چلېږي او نه به هم سړکونه ولري.

نوموړي زیاته کړې چې دغه ښار په جوړښت کې له داسې انرژۍ کار اخیستل کېږي چې فضا به یې ۱۰۰سلنه له کاربن او ککړتیا پاکه وي.
سعودي وایي، دغه ښار به د یو ۱میلیون کسانو د اوسیدو ظرفیت ولري او په ١٧٠ کيلومتره مربع ساحه کې جوړېږي.

چارواکو ویلي، د ښار د جوړیدو چارې به د روان میلادي کال په لومړيو دریو مياشتو کې پيل شي، چې ورسره به شاوخوا ٣٨٠زره کسانو ته کاري زمينه هم برابره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: