د الوتکو تاريخچه او بېلابېل ډولونه!

نور احمد عایل

 

 

نن به مو له الوتکو خبر کړم، له کومه شوې، څنګه پکې تغييرات راغلل، او کوم ډولونه لري؟.
• د الوتکو تاريخچه او بېلابېل ډولونه!
د ١٩٠٣ زېږدي کال په دسمبر کې د امريکا په اوهايو ايالت کې دوو وروڼو د دټولو مخکنيواړينو تياريو وروسته د خپل پنځولي ماشين د په هوا کولو لپاره د ١٩٠٣ زېږدي کال د دسمبرمياشتې ١٤ مه نېټه وټاکله، خو له بده مرغه د دوى د الوتنې لومړنۍ هڅه بريالۍ نه شوه ، بالاخره يې له دې هڅې درې ورځې وروسته يعنې د دسمبرپه ١٧ مه نېټه خپله يو ماشينه جوړه کړې الوتکې ته په هوا کې څلور ځلې چکر ورکړ او د تل لپاره يې د انسان ډوله الوتونکو د لړ په سرکې ځاى ونيو ، دوى له دې وروسته خپلې الوتکې ته افقي سکان ياهغه اله د الوتکې په مخه کې وراضافه کړه چې له شاه څخه مخې ته يا يې برعکس توله ساتي ، يوکال وروسته يې يو بل عمودي سکان د الوتکې په شاه کې ځاى پرځاى کړ چې په مرسته يې وکړاى شي الوتکه يو او بل لوري ته متمايله کړي او هم په يو لازم جګوالي کې الوتنه او پرواز وکړي ،په دې سربېره دوى بريالي شول چې له دريو اصلي خواوو (اوږدوالي ، سور او جګوالي ) د الوتکې يو ډول والى يا موازنه وساتي،او نورې کنترولېدونکې الې يې هم د الوتکې په اره بڼه کې ځاى په ځاى کړي.
د الوتکې د چټکتيا او تېز تگ لپاره يې يو ګازويلي څلور سلنډره ماشين څخه چې ١٢ اس ځواکه طاقت يې درلود استفاده وکړه ،او د وزن دکمولو لپاره يې د الوتکې په توکو کې له المونيم څخه کار واخيست
د رايټ وروڼو د خپلې ازمويني الوتنې لپاره په شمالي کارولينا کې د outer banks سيمه وټاکله، دا داسې سيمه وه ،چې د اوسپنې له پټليو او سړکونو څخه لرې وه او دسمندري بېړيو له تم ځايونو څخه يې ډېر ښه مناسب واټن درلود.
د دوى دوه وزرې الوتکې،په لومړنۍ ازموينه کې چې ويلبر رايټ چلوله ،د ١٢٠ فټه واټن په ١٢ ثانيو کې طى کړ،او په اخرنۍ او اوږده الوتنه کې چې بياهم ويلبر رايټ چلووله، ددوى الوتکې ٨٥٢ فټه واټن په ٥٩ ثانيو کې وواهه.
په نړۍ کې د الوتکې دا لومړنى پيلوټ ځوانيمرګ شو او په ١٩١٢ زېږدي کال د مى په دېرشمه ومړ.
ورور يې (ارويل) د ١٩٤٨ زېږدي کال د جنوري په دېرشمه د ٧٢ کلنۍ په منګ مړ شو.

د بشر په لاس د جوړو شويو الوتونکو وسيلو وېشنه
په لومړي سر کې د بشر په لاس جوړ شوي الوتونکي وسايل په دوو ټوليزو ډلو وېشل شوي دي.
١:الوتکې (Aircraft) هغه وسايل چې په هوا کې الوزي.
٢: تشيالي بېړۍ(فضايي الوتکې) (Space craft) هغه وسايل چې په فضا کې الوزي.

د الوتکو په بېلابېلو اړخونو به وغږېږو خو په لومړي سر کې د چټکتيا په نظر کې نيولو سره الوتکې په څلورو ډولو وېشل شوې دي.

١: د غږ له چټکتياڅخه په په منډه کې کمزورې(کمې)( Subsonic Aircraft 0<M<0.7)
٢:د غږ له چټکتيا سره په منډه کې مساوي الوتکې (Transonic Aircraft 1.2<M<0.7)
٣:له غږ څخه په چټکتيا کې تېزې الوتکې(Supersonic Aircraft1<M<5)
٤:له غږ څخه په چټکتيا کې ډېرې تېزې الوتکې(Hypersonic Aircraft 5<M)
ددې ټولو الوتکو توپير په دې کې دى ،چې له غږ (صوت) څخه په چټکتيا کې څومره تېزې دي. مانا داچې صوت په يوه ثانيه کې ٢٦٧ متره واټن وهي ايا دوى په يوه ثانيه کې له ٢٦٧ متره څخه کم يا که ډېر واټن طۍ کوي .
Mمساوي کېږي د الوتکې د سرعت نسبت د الوتکې دغږ پر سرعت اوهغه جګوالي چې الوتکه په هغه کې پرواز کوي.
د وزرونوپه نظر کې نيولو سره د الوتکو ډولونه:

١: ثابت وزر لرونکې الوتکې (Fixed wing Aircraft)
٢:څرخېدونکي وزر والې الوتکې(Rotary wing Air craft)
لومړني ډول ته يې الوتکه او دويم ډول ته يې چورلکه (هليکوپټر) وايي . الوتکې عموما د ثابتو (نه ښورېدونکو) وزرونو درلودونکې وي،او د الوتنې په مهال يې وزرونه نه څرخي.
خو چورلکې بيا هغه الوتکې دي چې د الوتنې په وخت کې يې وزرونه په يوه چورلېز(محور) څرخي.
د سورلۍ يا پيلوټ په نظرکې نيولو سره د الوتکې(د بشر په لاس جوړ شوي هغه شيان چې په هوا کې الوزي) ډولونه .
د پيلوټ يا ورسره ناستې عملې په نظرکې نيولو سره الوتکې په دوو ټوليزو ډلو وېشل شوې دي.
١: پيلوټ لرونکې الوتکې(Manned Aircraft)
٢: بې پيلوټه الوتکې (Unmanned Aircraft)
په بې پيلوټه الوتکو کې لارښوونه کېدونکي توغندي، نه لارښوونه کېدونکي توغندي (Rocket) او هم له لرې څخه کنټرولېدونکې الوتکې (RPV) (Remote piloted vehicle) او نور… راځي.

د وزن په نظر کې نيولو سره د الوتکې ډولونه:
د وزن په نظرکې نيولو سره الوتکې په کُلي ډول په دوو ډلو وېشل شوې دي.
١:هغه الوتکې چې د هوا اړوند ازموينوڅخه درنې وي (Heavier than Aircraft)
٢:هغه الوتکې چې د هوا اړوند ازموينو څخه سپکې وي (lighter than Aircraft)
په دې دويمه ډله کې يې بالون(balloon) ،هوايي کښتۍ(Air ship) او همداسې نور راځي .

د مانورکوونکو الوتکو ډولونه:
د مانور د ځواک د لرلو له مخې الوتکې په څلورو بېلابېلو ډلو وېشل شوې دي
غيرمانوري الوتکې (Normal(Non Aerobatic)Aircraft)
نيمه مانوري الوتکې (Utility(semi Aerobatic) Aircraft)
مانوري الوتکې:(Aerobatic Aircraft)
ډېرمانورې الوتکې:(high maneuverability Aircraft)

له بلې خوا د وزن ،کېناستلو د ډول ، د رادار څخه دپټېدلود ځواک د درلودلو(Stealth) په نظرکې نيولو سره الوتکې په بېلابېلو ډولونو وېشل شوې دي.
دنظامي الوتکو ډولونه(Military Aircraft)
١:بم اچونکې الوتکې
٢:لاره نيونکې الوتکې
٣:جنګېدونکې الوتکې
٤:ښکاري الوتکې
٥:د هوايي لېږ رالېږد الوتکې
٦:د جاسوسۍ او پېژندلو الوتکې
٧:له رادارڅخه پټې الوتکې(stealth)
٨:د سون توکو رسونکې الوتکې
٩: نژدې ملاتړ کوونکې الوتکې
١٠:د ګشت الوتکې
١١:نظامي زده کړيزې الوتکې
١٢:د اوبتل ضد الوتکې
١٣:د چټک غبرګون الوتکې
١٤:د هوايي قوماندې الوتکې
١٥:مخابراتي الوتکې
١٦:د موخې الوتکې
١٧:د شورش ضد الوتکې
١٨:څارونکې الوتکې
١٩:سمندري څارونکې الوتکې
٢٠: ازمايښتي الوتکې
٢١:ټانک ضد الوتکې
٢٢:کښتۍ صد الوتکې
٢٣:د هوايي دفاع الوتکې
٢۴: بې پيلوټه الوتکې
د الوتنې د ميکانيزم له پلوه د الوتکو ډولونه
١: عمودي الوتونکې الوتکې
٢: مخامخ په ځمکه ناسته کوونکې الوتکې(چې په ځمکه دکېناستلو پر وخت مزل نه کوي)
٣: لنډ بانډ درلودونکې (يانې د ١٥٠ متره په ساحه کې ناسته کوونکې الوتکې
٤: په وچه کې کېناستونکې الوتکې(هغه الوتکې چې موږ ورسره هر وخت سر وکار لرو،مسافر او بار وړونکې الوتکې)
٥: د اوبو پر سر ناسته کوونکې الوتکې
٦: په کښتيو کې کېناستونکې الوتکې

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: