کابل کې په ازادانه توګه د شرابو پېر او پلور کیږي

عزم(دوشنبه، ۲۲ مرغومی ۱۳۹۹): افغانستان چې له اسلامي هیوادونو څخه ده او ملت یې سرسخته مسلمانان یادیږي، په قانون کې یې هم شراب څکل جرم ده، خو اوس د نورو ولایتونو برسیره پلازمینه کابل ښار کې په ازادانه توګه د شرابو پېر او پلور کیږي.

د ایران انترنشنال خبریال نصرت پارسا ځینو کورنیو ته ورغلی چې هغوی خپله ورته وایي، د یلدا په شپه، د نوي کال په شپه او نورو شپو کې دوی شراب څکي.

دغه شراب څکوونکي نارینه او ښځینه دواړه ښودل شوي، چې ځینې یې بهرني شراب څکي او ځینې بیا نشي کولی چې بهرنیو شرابو ته لاس رسی وکړي، دوی بیا په کور دننه جوړ شوي شراب څکي چې د اوبو بوتلو کې خرڅیږي.

دا په داسې حال کې دی چې څه موده وړاندې یوه انجلۍ او یو ځوان د شرابو څکلو لپاره یوه کانتینر ته ننوتلي وو چې هملته دواړو ژوند هم له لاسه ورکړی وو.

د یادونې وړ دی چې وخت ناوخت داسې راپورونه ورکړل شوي چې د امنیتي ځواکونو له لوري شراب او یا تابلیت کا د نشې ګولۍ دوکانونو څخه نیول شوي، خو تر ډیره ویل کیږي چې خرڅوونکي یې امنیتي خواکونو ته باج ورکوي نور په ازاده توګه پلورل کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button