پنټاګون: له افغانستانه د ځواکونو د را ایستلو لړۍ نه ده ټکنۍ شوې او په ښه توګه روانه ده

عزم(سه شنبه،۲۳ مرغومی ۱۳۹۹): په داسې حال کې چې د ټرمپ او کانګریس ترمنځ سختې ناندرۍ روانې دي او په عین حال کې د امریکا کانګریس “ولسي جرګې” د یوه قانون په تصویب سره خبرداری ورکړی چې له افغانستانه باید ژر امریکایي عسکر ونه ایستل شي؛ تازه د امریکا دفاع وزارت “پنټاګون” ویلي چې د دوی لخوا د ځواکونو د را ایستلو لړۍ د معمول مطابق روانه ده او واشنګټن کې روانو سیاسي کشمکشونو پرې هیڅ راز سیوری نه دی غوړولی.
رویټرز آژانس د پنټاګون د چارواکو له قوله خبر ورکړی دی چې، امریکا به افغانستان کې د روانې “جنوري” میاشتې تر ۱۵مې نیټې پورې د ځواکونو شمیر ۲۵۰۰ته راښکته کړي او دا بهیر ښه پرمخ ځي.
پنټاګون ویلي: «تر دې مهاله هیڅ مکتوب چې له افغانستانه د ۲۵۰۰ ځواکونو د را ایستلو لړۍ ټکنۍ کړي، نه دی صادر شوی او د وتلو لړۍ د پخوا په څیر په نورمال ډول روانه ده. دا مهال افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر ۳۰۰۰تنو ته راښکته شوی او راتلونکو ورځو کې به پاتې ۵۰۰هم را وایستل شي»
که څه هم د امریکا کانګریس څو اونۍ وړاندې له افغانستانه د عسکرو د راوتلو پر بهیر نیوکه وکړه او د یوه قانون د تصویب له مخې یې ددې بهیر په ځنډولو ټینګار وکړ، خو یوه امریکایي چارواکي بیا رویټرز ته ویلي چې دا لړۍ د یاد قانون د تصویب پر مهال هم روانه وه او اوس هم داسې څه نشته چې کوم ځانګړي تغییرات په کې راشي.
نوموړي دا رد نه کړه چې ښایي یاد قانون د جوبایډن له واک ته رسیدلو پورې دا لړۍ ځنډنۍ کړي خو تاکید یې وکړ چې د ځواکونو د را ایستلو پروسه به د نوي ولسمشر د واک پرمهال لا ګړندۍ شي.
امریکا داسې مهال له افغانستانه د ځواکونو پر را ایستلو ټینګار کوي، چې وړمه ورځ اشرف غني له سي این این سره مرکه کې یوځل بیا د بهرنیوځواکونو پر وتلو اندیښنه په ډاګه کړه او ویې ویل چې دا بهیر باید ددوی په سلا او ځمکنیو واقعیتونو مخته یووړل شي.
اشرف غني د تیر په څیر بیا هم افغان عسکر د امریکا د امنیت د خوندیتوب ساتونکي وبلل او زیاته یې کړه چې دده په واکمنۍ کې که څه هم په لسګونو زره افغانانو ژوند بایللی، خو یواځې ۹۸بهرنیان وژل شوي دي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button