هېواد ورځپاڼه: حکومت د کورنیو سرچینو پر ځای په وارداتي برېښنا تکیه کړې

عزم(سه شنبه، ۲۳، مرغومی ۱۳۹۹): هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د برېښنا په روانو ستونزو بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي: د کابل په ګډون د ډېرو ولایتونو برېښنا وارداتي ده، چې وخت نا وخت له ستونزو سره مخ کېږي او خلک د برېښنا له نعمت بې برخې کېږي.

«د پلازمېنې کابل په شمول د افغانستان لويو او وړو ښارونو کې د برېښنا کمښت هغه ستره ستونزه ده، چې په تېرو شلو کلونو کې هم د نړيوالو پراخو او پرېمانو مرستو سره سره حل نه شوه او لا هم داسې کوم ډاډ نه شته، چې دا ستونزه دې په نږدې راتلونکې کې حل شي؟! د افغان ولس نيوکې دا دي، چې يو خو اړوندو ادارو په کور د ننه د برېښنا برابرولو مسووليتونه نه دي تر سره کړي،بل دا چې له ګاونډيو هېوادونو وارده شوې برېښنا هم په سمه توګه نه رسول کېږي او په دې کې ستره بې نظمي ده، چې د خلکو ژوند او په ټوله کې يې د افغانستان د پرمختګ چارې ټکنۍ کړې دي.»

د سرلیکنې له مخې، د داودخان د واکمنۍ پر مهال د هر بند لپاره پلان جوړ شوی، خو له بده مرغه په تېرو شلو کلونو کې ورته هېڅ پام ونه شو. د برېښنا شرکت د برېښنا په وېش کې هم عدالت نه کوي. چارواکو ته ۲۴ساعته برېښنا ورکوي او عادي خلک په ۲۴ساعتونو کې یو ساعت برېښنا هم نه لري.

«ولسمشر محمد داؤدخان د واکمنۍ پر مهال د برېښنا هر بند پلان او سروې بشپړ شوي، يوازې يې د عملي کولو چارې پاتې وې، دا چارې د اړوندو ادارو مسووليت دی، چې بايد په خپل وخت يې تر سره کړې وای، خو له بده مرغه چې ونه شوې او لا هم نه دي تر سره شوې، د برېښنا شرکت ځانګړې د دې نيمګړې او کمې واردې شوې برېښنا وېش چارې هم په سمه توګه نه شي ترسره کولی، ولس شک لري، چې په دې برخه کې د مور او ميرې چلند ورسره کېږي. د خلکو شکايت دا دی، چې ان يو شمېر سيمو ته خو په ٢٤ ساعتونو کې يو ساعت هم برېښنا نه‌پرېږدي؟ خو په ځينو نورو سيمو کې چې لوړپوړي چارواکي لکه د پارلمان غړي، پخواني جهادي قومندانان يا شتمن خلک دي، هلته بيا ٢٤ ساعته برېښنا وي؟»

ورځپاڼې لیکلي: برېښنا شرکت باید د برېښنا د وېش په برخه کې انډول وکړي؛ ګنې د سخت ولسي غبرګون سره به مخ شي.«اوس چې د برېښنا شرکت ډاډ ورکوي، چې د واردې شوې برېښنا کچه هم بېرته د پوره کېدا په حال کې ده، نو دا شرکت بايد د برېښنا په وېش کې انډول رامنځته کړي او هغه کارکوونکي له دندې لرې کړي، چې په خپله خوښه د برېښنا وېش چارې تر سره کوي. که د برېښنا رياست د دې ستونزې ژر حل ته مخه نه کړي، نو پرضد به يې پراخ ولسي غږ پورته کړل شي»

د هېواد په باور، خلک نور څو کاله هم صبر کولی شي، خو دغه صبر به په کورنیو سرچینو د بندونو لپاره وي، نه دا چې حکومت نوره برېښنا وارد کړي.

«برېښنا د هرې ټولنې د پرمختګ لومړی شرط دی، افغانستان هم د دې لپاره ستره اړتيا لري، نه يوازې د برېښنا رياست، بلکې د برېښنا وزارت او ټولې اړوندې ادارې مکلفې دي، چې په کور د ننه د برېښنا بندونه بشپړ او ګټې اخيستو ته وړاندې کړي، افغانان په تياره کې بلد دي، دا ملت څو کاله نوره هم ګوزاره کولی شي، خو د بل پر برېښنا اتکا نه غواړي، که پر واردې شوې برېښنا لګول شوې پيسې په منظمه توګه د برېښنا پر بندونو لګول شوې وای، نن به دا ستونزه د تل لپاره حل وه، همدا رنګه که د واردې شوې برېښنا د لګښت پيسې را وګرځول شي،نو ګڼ بندونه پرې جوړېږي، ملت په دې برخه کې نور هم صبر کولی شي، ځکه ورپېښه ده، خو تل پاتې او باعزته برېښنا غواړي!»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: