۲۵کلن ځنډ؛ په کندوز کې د سپین زر کارخونه بیا فعاله شوه

عزم(سه شنبه، ۲۳، مرغومی ۱۳۹۹): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له ۲۵کلن ځنډ وروسته په کندوز کې د سپین زر تولیدي کارخونه بیا فعاله شوه.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کندوز د سپین زر تولیدي کارخونه د ۱۲۰زره امریکايي ډالرو په پانګونې سره له ۲۵کلونو وروسته بېرته خپل فعالیت پیل کړ. «یاده فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې لس ټنه غوړي تولیدوي او ترڅنګ یې دزغرو، کونځلو او پنبه دانې غوړي، کونجاړه او صابون هم تولیدوي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د سپین زر تولیدي کارخونې تولیدات د کندوز سربېره نورو ولایتونو ته هم د خرڅلاو په موخه استول کېږي.

د سپین زر تولیدي فابریکه چې له کلونو راهیسې یې فعالیت په ټپه درېدلی وو، دافغانستان او ازبکستان ترمنځ دیوه هوکړه لیک له مخې له ازبکستان څخه ۵ پایې ماشینونه دیادې فابریکې دبېرته فعالیت په موخه وپېرل شول او ورسره په څنګ کې ۵۰ تنو ته هم دکار زمینه برابره شوې ده.

سپین زر د هېواد له پخوانیو کارخونو څخه ده، چې د کورنیو جګړو پر مهال له کاره ولوېده او اوس یې بیا خپل تولیدات پیل کړل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button