کرېکټ: کاردان پوهنتون د ایرلینډ پر وړاندې د درېیو سیالیو د مالي ملاتړ امتیاز واخیست

عزم(سه شنبه، ۲۳، مرغومی ۱۳۹۹): د افغانستان د کرېکټ بورډ اداره وايي، کاردان پوهنتون د ایرلینډ پر وړاندې د راتلونکو درېیو یو ورځنیو سیالیو د مالي ملاتړ کوونکي امتیاز ترلاسه کړی دی.
د کرېکټ بورډ اجراییوي مشر رحمت الله قریشي وايي، دغه تړون یې د کاردان پوهنتون له اجراییوي مشر میرویس نهضت سره لاسلیک کړی دی. «خوشحاله يم چې د ايرلینډ پر وړاندې د راتلونکو مهمو سياليو په موخه د مالي ملاتړ کوونکي امتياز قرارداد له کاردان پوهنتون سره لاسليکوو او له مشرتابه سره يې يادې هوکړې ته ورسېدو.»
د قریشي په خبره، کاردان پوهنتون له دې وړاندې هم د ځینو سیالیو مالي ملاتړ امتیاز ترلاسه کړی و او په راتلونکي کې هم ورته پلان لرو، چې د ځینو سیالیو مالي ملاتړ یاد پوهنتون ته ورکړو.
د کاردان پوهنتون اجراییوي مشر میرویس نهضت وايي، که د کرېکټ بورډ ادارې سره هوکړې ته ورسېږو، نو په راتلونکي کې به هم ورته تړونونه ورسره لاسلیک کړو.
د یادې هوکړې له مخې، د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ راتلونکې درې یو ورځنۍ سیالیو د هرې لوبې غوره لوبغاړي او همدارنګه د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزې به کاردان پوهنتون ورکوي او د یادو سیالیو جام به هم د یاد پوهنتون په نامه وي.
ټاکل شوې د کرېکټ نړیوالې شورا د یو ورځینو لوبو د لیګ په سیالیو کې افغان لوبډله د روانې جنوري میاشتې په ۲۱مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه درې یو ورځنۍ سیالۍ د ایرلینډ پر وړاندې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړي.
دواړه لوبډلې اوس مهال په متحده عربي اماراتو کې دي او دواړو لوبډلو خپل تمرینات پیل کړي دي.