مسیر ورځپاڼه: په هدفي وژنو کې هېڅوک هم ځان خوندي نه ګڼي

عزم(سه شنبه، ۲۳، مرغومی ۱۳۹۹): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې په روانو هدفي وژنو بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي: د کابل په ګډون د هېواد په لویو ښارونو کې هدفي وژنې روانې دي. حکومت یې پړه پر طالبانو اچوي، خو طالبان په دغه بریدونو کې لاس لرل ردوي.

«په کابل او ځینو نورو ښارونو کې هدفي وژنې لا هم ګونګه چاره ده. حکومت وايي، بریدونه طالبان کوي، خو طالبان بیا بیا په دغو بریدونو کې لاس لرل ردوي. حکومت وايي چې طالبان له دې امله دا بریدونه کوي، چې پر حکومت د خلکو باور کم کړي، خو پړه یې ځکه نه اخلي چې له امریکا سره یې هوکړه کړې چې دا ډول کړنې به نه کوي. حکومت د ځینو بریدګرو ویډیوګانې هم خپرې کړې چې اقرار کوي، طالبان دي، خو طالبان بیا وايي چې دا ویډیوګانې جعلي دي او یا هم اقرار په زور اخیستل شوی دی. له همدې کبله لا هم خلک نه پوهېږي چې دا بریدونه څوک او ولې کوي.»

د سرلیکنې له مخې، په دغه هدفي وژنو کې هېڅوک هم خوندي نه دي. هم حکومتي چارواکي پکې وژل کېږي او هم پکې د حکومت منتقدین په نښه کېږي او ان داسې کسان هم پکې په نښه شوي، چې هېڅ لوري ته یې زیان نه دی رسېدلی.

«دا بریدونه ځکه مبهم دي چې هېڅوک پکې خوندي نه دي. په دې بریدونو کې حکومتي کسان وژل کېږي، د حکومت او طالبانو دواړو منتقدین پکې وژل کېږي، مدني او سیاسي فعالین هم د دغو بریدونو قرباني دي او ژورنالېستان هم په پرله پسې ډول تر بریدونو لاندې راځي. اوس که دا بریدونه طالبان کوي، نو ولې پکې هر ډول خلک او آن د حکومت سیاسي مخالفین هم وژني!؟ که خبره له حکومتي اړخه وي، نو بیا ولې حکومتي کسان وژل کېږي!؟ تر دې ور هاخوا داسې کسان هم پکې وژل کېږي چې دواړو اړخونو ته یې هېڅ زیان نه وي رسېدلی او آن سړی نه پوهېږي چې بریدګرو به د دغو کسانو په وژلو سره څه تر لاسه کړي وي.»

ورځپاڼې لیکلي، حکومت هره ورځ د دغو بریدونو په تړاو د ځینو خلکو د نیولو خبره کوي، خو د نیول شوو خلکو معلومات نه ورکوي. «اوس یوه وېره خوره ده، هر څوک وېرېږي، حکومتي او نا حکومتي او ناپېیلي کسان ټول په وېره کې ژوند کوي او هېڅوک د خوندیتوب احساس نه کوي. حکومت نږدې هره ورځ د بریدګرو د نیولو خبره کوي، خو بریدونه هغسې روان دي. که رښتیا هم بریدګر نیول کېږي او دومره ډېر نیول کېږي، نو بیا ولې بریدونه نه ودریږي!؟ تر دې مهمه دا چې ولې د دغو بریدونو د څرنګوالي او د بریدګرو د هویت او کړنو په اړه پوره معلومات له خلکو سره نه شریک کېږي!؟»

د مسیر په باور، یوازې لنډې او د نامعلومه خلکو ویډیوګانې بسنه نه کوي، بلکې د دغه بریدونو په اړه دې خلکو ته پوره معلومات ورکړي، چې څوک او ولې هدفي وژنې کوي.

«که دواړه اړخونه رښتیا هم داسې اسناد او شواهد لري چې ښيي مقابل لوری په دغو بریدونو کې ښکېل دی، نو پکار ده چې له خلکو سره یې شریک کړي. یوازې لنډې او هغه هم د نامعلومو اشخاصو ویډیوګانې کفایت نه کوي، بلکې په دې اړه باید له رسنیو سره ګډ کار وشي چې په تفصیل سره ټول جزیات او معلومات له خلکو سره شریک شي. آن دا هم یوه لاره ده چې له یوه ناپېیلي ټیم سره ټول اسناد او شواهد شریک شي، څو د افغانستان خلک پوه شي چې د دغو بریدونو تر شا څوک دي او څوک په دومره شدت سره د ملکي خلکو پر ضد جګړه مخ ته وړي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: