ویسا ورځپاڼه: دولتي چارواکي په ښکرورو دروغو یوازې خپل مخ توروي

عزم(سه شنبه، ۲۳، مرغومی ۱۳۹۹): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د نیمروز په وروستي هوايي برید بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي: په اوسني وخت کې حقایق نه پټېږي او په هماغه شېبه ټولې نړۍ ته رسېږي؛ خو حکومتي چارواکي په خپلو ښکرورو دروغو یوازې خپل مخونه توروي.

«تېره ورځ د نیمروز خاشرود ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواک په بمبارۍ کې ۱۳ تنه ووژل شول چې ټول یې د یوې کورنۍ غړي وو او کوچنيان او ماشومان هم پکې شامل وو. په دې پېښه کې دوه تنه ټپیان شوي هم دي. لکه د تل په شان افغان دولتي مسؤولینو رسنیو ته وویل چې په برید کې یې طالب جنګیالي وژلي دي. خو په نننۍ زمانه کې خبره پټه نه پاتې کیږي ځکه چې د هر موبایل ټیلیفون لرونکی پخپله هم خبریال دی او هم عکاس نو حقایق په هماغه لحظه بیرون را وځي. کله چې ټوله دنیا یې د سر په سترگو ویني د ماشومانو او ښځو جسدونه د ویرجنو خلکو مخې ته پراته دي دولتي ښکرور درواغ یوازې د خپل مخ تورول دي او بس.»

د سرلیکنې له مخې، هغه حکومت دوام نه شي کولی، چې هره ورځ د خپل ملت په وینو لاسونه سره کوي؛ ځکه حکومتي عسکر اوس د محصلانو په شخصي لیلېو هم چاپې اچوي.

«دا چې هیڅ هغه حکومت چې لاسونه یې د خپل ملت په وینو سره وي دوام کولی نه شي او د حکم چلولو ټول اخلاقي او حقوقي صلاحیتونه یې له لاسه وځي. ورته پېښې به پخوا د بهرنیو ځواکونو لخوا تر سره کېدې. اوس زموږ خپل سرتیري او عسکري قوتونه یا د خلکو پر کورونو بمبارۍ کوي، یا یې پر کورونو چاپې اچوي. د دې پېښو لړۍ اوس تر کابل ښاره هم را رسېدلې. په کابل ښار کې هم اوس وخت نا وخت خاص قوتونه یا د هستوګنې کورونو باندې عملیات کوي او یا له اطرافه راغلو بیوزلو محصلینو باندې چې په شخصي لګښت یې  سرایونو کې کوټې نیولې او پوهنتونونه وايي چاپې اچوي، د ځوانانو سره لکه د تروریستانو په شان چلند کوي او بندیخانو ته یې اچوي.»

ورځپاڼې لیکلي: په قطر کې د سولې خبرې روانې دي، خو د اشرف غني په مشرۍ روان حکومت د سولې مخالفت کوي، تر څو دوی نور هم په واک کې پاتې شي.

«په دوحه کې د سولې خبرې روانې دي او ولسمشر غني او مرستیالان یې د اساسي قانون او جمهوریت بیرغونه پورته کړي تر څو د خپل حکومت عمر اوږد او د سولې مخه پرې ونیسي د نیمروز د خاشرود په شان بمباري، په کابل کې نا امنۍ او هدفي وژنې، د دولتي مامورینو کتلوي برطرفۍ، د فقر او بې روزګارۍ زیاتېدل، د دولتي خدماتو ورځ تر بلې کمېدل، فساد … دا ټول د ارګ د واکمنانو د شعارونو ماهیت څرګندوي. دغه حالت نه یوازې دا چې له منځه د نظام د ړنګېدو باعث ګرځي بلکې د حاکمې کړۍ عدم صداقت یعنې د شعار او عمل تر منځ تضاد یې په ډاګه کوي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: