اسلامي سیاست

لیکنه: م. بدر الدین سهار

د ټولنيزو رسنیو اسلامي فعالان امر شوي، چې هیوادوالو، بلکې نړیوالو ته هم په اسلامي سیاست پوهاوی ورکړي!
په دې اړه مو خپل مسؤولیت درک کړی دی، د اسلامي سیاست پېژاند، غرض، حکم، ګټي … مو په تاسو پیرزو دي:

۱ _ د سیاست پېژندنه:
سیاست د لغت په بنیاد: تربیې، د فساد له منځه وړل او تدبیر/سمبالښت ته ویل کېږي.
په دې اړه د حضرت عمر رضي الله تعالی عنه قول د شاهد په توګه راوړو:(قد علمت ورب الكعبة متى تهلك العرب؟ إذا ساس أمرهم مَنْ لم يصحب الرسول، ولم يعالج أمر الجاهلية) رواه ابن سعد.

د اسلامي سیاست په هکله د مختنیو او د وروستنیو له تعریفونو څخه د ابن عقیل حنبلي او ابن نجیم حنفي دوه تعریفه اخلو:

ابن عقیل_ ” اسلامي سیاست: هغه څه کول چې خلګ صلاحیت ته نږدې او له فساد څخه لیري ساتي، که څه هم په اړه یې د حدیث ورود او د قرآن کریم نزول نه وي راغلی.

ابن نجیم_ ” اسلامي سیاست هغه کار د حاکم ته ویل کېږي چې د خلګو د مصلحت په خاطر یې کړی وي، که څه هم په هکله یې کوم دلیل نه لري.

که څه ژور لاړ شو د اسلامي سیاست دوه معناوي موندلای شو:

۱_ پراخه/عامه معنی: اسلامي سیاست د هغو حکمونو او کړنو نوم دی چې په وسېله یې د ملت چاري په کور دننه او بهر کې، د اسلامي شریعت سره سم، کنترولېږي، برابره ده که اساس یې ځانګړې تصریح وي، اجماع، قیاس او یا بله شرعي قاعده وي.

۲_ خاصه معنا: د اولو الأمر (چې علماء/امراء دي) هغه په مصلحتونو بناء او له شریعت سره سمي کړني، په هغو ځایونو کې؛ چې هله کوم خاص او معلوم دلیل نه وي وارد شوی.
د دې معنا په بنسټ ویلای شو چې سیاست یواځي د وخت د باچا/حاکم په کړنو کې را غونډ نه دی، بلکې هغو فتواوو ته هم اسلامي سیاست ویلای شو چې مفتیان یې کوم ولایت او منصب نه لري.
د دې خبري په تایید د ابن الحسین الصمیري رحمه الله تعالی په قول بسنه کوو: “إذا رأى المفتي المصلحة أن يفتي العامي بما فيه تغليظ، وهو مما لا يعتقد ظاهره، وله فيه تأويل، جاز ذلك زجرًا له” (ذكره النووي في مقدمة المجموع).

۲ _د سیاست او اسلام ترمنځ توپیر؟: ځیني ناپوهه او مغرضي کړۍ د اسلام او سیاست تر منځ تفرقه کوي، هغوی وایي: اسلام داسي دین دی چې له سیاست سره هېڅ ارتباط نه لري یعني: نه اسلام په سیاست کې شته او نه سیاست په اسلام کې شته،بلکې اسلام د ژوند په مادي چارو(سیاست، جګړه، مال،…) کې هېڅ برخه نه لري، اسلام باید د مسجدونو تر دیوالونو تېر بېر نه وي، هغوی د دې ذهنیت او تبلیغ په پار کله ناکله یو تطبیق هم وړاندي کوي: دَعْ ما لقیصر لقیصر و ما لله لله.
خو باید ووایو چې سیاست دوه ډوله دی:
لومړی: هغه سیاست دی چې وړاندي ذکر شو، دغه نوعه د سیاست له اسلام څخه بېلول د اسلام د دښمنانو تر ټولو لوی هدف او لاسته راوړنه ده، چې دې هدف ته د رسیدو په پار یې کلونه کلونه کوښښ کړی دی؛ ترڅو اسلام له همدې لاري له منځه یوسې، د نموني په شکل: د عدم تشدد، چه نمبر تبلیغ، بشریت، حقوق زن، … او داسي نور شعارونه چې د اسلام ضدو له لوري پلان شوي او لا پر مخ روان دي، د دې شعارونو او پلانونو پرمخ وړونکي د اسلام له نظره ستر ستر مجرمین دي.
په فقه کې ډیری کتابونه د جهاد بحث د سیاست تر عنوان لاندي څېړي.
خلافت، امارت، شوری، حدود، قصاص، … چې د خلګو مصلحتونه ایجادوي، سیاست ورته ویلای شو تر دې چې عز بن عبد السلام فرمایي: ټوله فقه په دوو خبرو کې نغښتې ده: فسادونه له منځه وړل او ګټي په نظر کې نیول، نو څنګه به سیاست او اسلام سره بېل وي؟!

دوهم: سیاست باطله: چې د اسلامي او شرعي سیاست په مقابل کې یې نړیوال کاروي، تر څو د شریعت پنځه اساسي هدفونه (چې د دین، عقل، نفس، نسل، مال ساتنه ده)پای مال کړي، دغه نوعه د سیاست نه په اسلام کې شته او نه هم اسلام پکې شته.

۳_ په حنفي فقه کې د اسلامي سیاست حکم: سیاست به د شریعت تر قاعدو لاندي وي که څه هم په هکله یې ځانګړې تصریح نه وي شوې؛ ځکه د شریعت دارومدار د ایمان تر قاعدو وروسته د فساد د بنسټونو له منځه وړل دي؛ ترڅو ټول عالم پایښت ومومي.
ابن القیم رحمه الله تعالی د سیاست په اړه له مفرِط (هغه چې له سیاست څخه پرهېز او یواځي په نصوصو کفایت کوي) او متفرِّط(هغه چې سیاست د ولي الامر لپاره فرض بولي په هغه څه کې چې د نفس خواهش یي وي) څخه وېره کړې ده.
هغوی وایي: دواړه ډلي د نبي کریم علیه السلام د رسالت او د قرآن کریم د نزول په هدف نه پوهېږي.
موسوعة: ۲۹۷/۲۵.

۴_ د اسلامي سیاست غرض: مصلحت دی، چې د شریعت د پنځو هدفونو(دین، نفس، عقل، نسل، مال، ) ساتني ته ویل کېږي.
بناءً! هغه څه چې دا هدفونه څاري، مصلحت دی او چې له منځه یې وړي فساد دی، مخه نیول یې مصلحت دی.
۵_ د اسلامي سیاست اهمیت: د اسلامي سیاست له تعریف، معنا، حکم تکلیفي او غرض څخه د اسلامي سیاست اهمیت ښه څرګند دی، خو که د نبي کریم علیه الصلاة و السلام مدني ژوند مطالعه کړو، لا به ښه د اسلامي سیاست اهمیت درک کړای شو! دهغه صلی الله علیه و سلم ټول ژوند په ځانګړي شکل د دار الهجرت ژوند د مسلمانانو لپاره د دنیا او آخرت د کامیابۍ ستر بنسټ او اصل دی، چې ټول له اسلامي سیاست څخه ډک دی، مه لیږ څه نور هم ځیر شو نو د اسلامي امارت ټول اساساتو او بنسټونو مأخذونه په مدني دور کې موندلای شو؛ همدا لامل دی چې اسلامي امارت په نړیوال سیاسي ډګر کې له نړیوالو څخه د فوقیت مېږوی اوچت کړی دی، که لیږ څه نور هم ځیر شو نو د اسلامي امارت ټول اساساتو او بنسټونو مأخذونه په مدني دور کې موندلای شو؛ همدا لامل دی چې اسلامي امارت په نړیوال سیاسي ډګر کې له نړیوالو څخه د فوقیت مېږوی اوچت کړی دی!.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: