د نجات فرشته

غزل: ثناءالله معصوم

چې د مظلوم زړګی ټکور واخلي
دا معرکه خو دې لا زور واخلي

طا،لبه خدای دې ټوپک مه سړوه
ستا له شپیلۍ چې غربیان اور واخلي

ته یې زمونږه د نجات فرشته
بلا دې ستا د غاړې نور واخلي

ستا هر قدم مې د زړګي په ځمکه
کاش خو نور واخلي دا لور واخلي

اې په مسکا دې د ښکلاو میره.!
زما زړګی پرې بلا شور واخلي

په کلي خلاصې زلفې مه تیریږه
څوک به د تا په نامه تور واخلي

د حسن راج دې دلته ښه چلیږي
پی مخي ښکولي دې پیغور واخلي

د معصوم غاړې نه را تاو کړه لاس دې
بیا لږ مسکی شه چې انځور واخلي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button