د اقینیې_اندخوی تر منځ د اوسپنې پټلۍ دجوړښت چارې بشپړې شوې

عزم(سه شنبه،۲۳ مرغومی ۱۳۹۹): چارواکي وایي چې د اقینیې د بندر او اندخوی ترمنځ د اوسپنیزې پټلۍ د جوړیدو چارې بشپړې شوې او ژر به د ترکمنستان او افغانستان د چارواکو لخوا افتتاح شي.
د اوسپنیزې پټلۍ د چارو اداره وایي، دغه اوسپنیزه پټلۍ ۳۰کیلو متره اوږدوالی لري چې شاوخوا ۳۰میلیونه ډالر لګښت ورباندې راغلی دی.

دغه پروژه کې د اورګاډي لپاره سټیشن “پارکینګ”، نښلیدونکې سړکونه، د تخلیې او بارولو ځایونه، د بار. وړونکو موټرو سټیشن او د احاطې دیوالونه هم شامل وه، چې د ټولو چارې بشپړې شوې دي.

ددغې پروژې د جوړښت قرارداد یو کال وړاندې د ترکمنستان د اړیکو او صنعت له وزارت سره لاسلیک شوی وه، چې اوس په اساسي توګه تکمیل شوی دی.

چارواکي وایي چې پر دغه مسیر په ورځنۍ توګه سلګونه ټنه سوداګریز توکي وړل راوړل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د کابل له چارواکو سره د یادې اوسپنیزې پټلۍ، ټاپي، ټوټاپ او نوري فایبر پر پروژو خبرې او بحثونه وکړل او ټینګار یې وکړ چې د امنیت له خوندیتابه سره دوی چمتو دي د ټولو پروژو چارې مخته یوسي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button