غلامي کول وجدان له خلکو اخلي/ عبدالسلام ضعيف

غلامي کول وجدان له خلکو اخلي
طمع طمع وس او توان له خلکو اخلي
څه کانې کوي په رندو انسانانو
دا ډالر دي چې ايمان له خلکو اخلي
د غربيانو پيسې مفتې نه هضميږي
يو په لسه يې تاوان له خلکو اخلي
د مخ غوښې پر هډوکو نه پاتيږي
سوال همدغسې پيمان له خلکو اخلي
عزت درومـي د لاسونو په لپه کې
د غيرت نوم او نښان له خلکو اخلي
د باطل مهر يې خوله ژبه کړي بنده
په ليدلو دوه چشمان له خلکو اخلي
حريت په غريبۍ کې هم دولت دی
مسکنت يو امتحان د خلکو اخلي
که عزت غواړې په خپلو مټو زور کړه
خپلواکې خپلواک ځوانان د خلکو اخلي
د ضعيف پرتله کلکه تجربه ده
غرب په دې توګه سران د خلکو اخلي