له ذهني لحاظه د سالم ماشوم ځانګړنې!

عنایت الله خاموش
سالم ماشوم هغه ماشوم دی چې د ژوند په ټولو چارو لکه رواني، ټولنیزو او فزیکي کې يې مناسبه وده کړې وي او وکولای شي د ودې په ټولو مرحلو کې بریا خپله کړي او د ژوند په مختلفو مرحلو کې له ټولو ناخوالو څخه بریالی ووزي.
که د خپل ماشوم د روزنې لپاره هره کړنه تر سره کوئ او له هغه سره هر ډول چلند کوئ، د هغه پر شخصیت مستقیمه اغېزه لري. ښه روزنه کولای شي، ټولنې ته یو سالم ماشوم وړاندې کړي او همدارنګه ناسمه بیا له ماشوم څخه یو کمزوری، ناکام، بد اخلاقه او نا سالم ماشوم جوړوي.

له رواني نظره د سالم ماشوم ځانګړنې:
سالم ماشوم، هیله لرونکی وي: سالم ماشوم همېشه هیله مند او هوسناک وي. د هغه لپاره نشم کولای او نا ممکن دی، اهمیت نه لري. هغه زیاتره وخت خوښ وي او هغه چارو ته زیات پام کوي چې خوښونکي وي.
سالم ماشوم خپل ځان ته درناوی لري: دغه مسئله په هغه کلونو کې اهمیت لري، کله چې ماشوم مدرسې ته ځي. زیاتره وختونه تحصیلي رنځونه او هغه ستونزې چې ماشومان يې په مدرسه کې تجربه کوي، په دې دلالت کوي چې په ځان باور يې ټيټ دی. په پایله کې، په هغه صورت کې چې ماشوم مو کم جرأته وي او تر اندازې زیات شرمېږي، نو د دې لپاره چې په مدرسه کې له ستونزې سره مخ نشي او د هغه دا ستونزه د رواني فشار سبب نشي؛ خاماخا د دې حالت دلایل وڅېړئ او له تجربه لرونکي شخص سره دا ستونزه شریکه کړئ.
سالم ماشوم له نورو سره مینه لري : ستاسو ماشوم به هغه مهال سالم وي چې له نورو سره مینه ولري، د رفاقت قابلیت ولري او وکولای شي له نورو کسانو سره ګډ کار وکړي. برعکس؛ په منزوي شوي ماشوم کې بیا دغه ځانګړنې نه وي.

د سالم ماشوم درلودلو لپاره لارې چارې
هغوی وستايئ
له هغوی سره بې سببه مینه وکړئ
مناسبه ماحول ورته چمتو کړئ
ګډې لوبې ورسره وکړئ
کله چې تېروتنه کوي په نامناسبه طریقه يې مه رټئ

په ماشومانو کې د روحي ګډوډيو علامې:
دوامداره اضطراب او اندېښنه
په خوب کې نا ارامتیا
د زیاتو هڅو سره-سره کمه بریا
د مدرسې په کارونو کې سوستیا
له مدرسې څخه تېښته او په ټولنیزو فعالیتونو کې نه ګډون
نا ارامي، بد اخلاقي، د غم احساس او…

پایله:
د دې لپاره چې په راتلونکې کې وکولای شو، ټولنې ته سالم ماشومان وړاندې کړو، د هغوی د ودې لپاره باید امن محیط چمتو کړو. سربېره پر دې، په هغه صورت کې چې والدین په رواني ناروغۍ اخته وي، د خپلې غوسې د کنترول وړتیا نه لري او یا په مخدره موادو روږدي وي؛ باید چې له حامله کېدو مخکې خپلې دغه ستونزې حل کړي، ترڅو ماشوم وکولای شي امن محیط ته داخل شي.
همدارنګه والدین باید د خپلو ماشومانو لپاره غوره محیط چمتو کړي. له ۲ تر ۳ لومړنیو میاشتو، د ماشومانو د یادونې حس غریزي دی. خو له دې عمر وروسته، په کورني محیط کې په تدریجي ډول، مختلف مهارتونه زده کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button