الحمام الهوادی (د معلوماتو انتقالونکې کوترې)

لیکنه: عمر زبير

د عباسي خلافت د مشهور خلیفه معتصم په وخت کې د استخباراتي معلوماتو د انتقال لپاره د هـوا دلارې د کوترو څخه هم کار اخستل کیدو، چې دغو کوترو ته به یې ( الحمام الهوادی) ویل.
دغه قسم کوترو به په ډیر عجیب انداز باندې په ډیر کم وخت کې له لري مسافي څخه معلومات خپل مرکز ته انتقالول.
طریــقه به یې داوه:
یو مختصر پیغام به بغیر د بسم الله څخه به په یوه نري کاغذ ولیکل شو، د ورځي او ساعت تاریخ به هم پکې ولیکل شو، او په دي خاطر چې د باران څخه محفوظ وي او د وزر طاقت هم زیات وي د کوتری د وزر لاندې به وتړل شو او کوتره به خوشي کړل شوه. البته د استخبارتي معلوماتو لیږل به د دوو کوترو په توسط کیدل هغه ځکه چې احتیاط وشي ،ځکه که په لاره کې یوه کوتره د کوم مشکل سر مخ شي هغه بله کوتره به معلومات ورسوي.
دا کوتری به داس وخت کې خوشي کیدي چې په هغه وخت کې به باران او باد نه و.
کله به چې په لاره کې ټاکلي مرکز ته دا کوتره ورسیده د هغه ځای مسؤل کس به ددې کوترې څخه دا کاغذ واخست او د بل نیږدې مرکز کوترې د وزرو پوري به یې وتړل، داسې په سلسله په سلسله به هغه مرکز ته رسیدل چیرته به چې استخباراتي مشر ناست و، د آخري مرکز مسؤل به احتیاطأ کوتره او خط دواړه یوځای واخیستل او د استخباراتو ذمه دار کس ته به یې ورسول هغه به خط په خپله خلاص کړ.
الجیش الایوبي فی عهد صلاح الدین تألیف محسن محمـــد حســین ص ۱۸۱ــــ۱۸۲.
نظام الاستخبارات فی شریعة الاسلامي ص ۱۹۳ -۱۹۴

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: