لمنځونه او غلاوې!

ابو هریرة رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ ته یو سړی راغی، ورته ویې ویل چې فلانی د شپې لمونځ کوي او چې کله سهار کړي په غلا پیل وکړي. رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: نږدې وخت کې به یې لمونځ له دې غلا منعه کړي. عَنْ أَبِيْ هُرَیْرَة رَضيَ اللّٰهُ عَنْهُ قَالَ: جاءَ رجلٌ إلى النَّبيِّ صلَّى اللَّه عليهِ وعلَى آلِهِ وسلَّمَ فقالَ : إنَّ فلانًا يصلِّي باللَّيلِ ، فإذا أصبحَ سرقَ قالَ : إنَّهُ سيَنهاهُ ما يقولُ. أخرجه أحمد (9777)، والبزار (9217)، وابن حبان (2560)

د حدیث مطلب دا دی چې څوک صحي لمونځ کوي نو دا لمونځ یې له بده کاره منعه کوي، لکه قرانکریم کې دا خبره راغلې ده ‏(إن الصلاة تنهى عن الفحشاء والمنكر)، علامة الزمخشري د دې ایت تفسیر کې لیکي: څومره خلک لمنځونه او بد کارونه ګډ پر مخ وړي! او لمونځ یې له بدو نه منعه کوي؟! دا ځکه چې د داسې خلکو لمنځونه الله ته قبول نه دي، هغه لمونځ سړی له بدو منعه کوي چې الله ته قبول شي، الله تعالی ته هغه لمونځ قبلیږي چې هغه له مخلصانه توبې سره ادا شي، لمونځ کونکی رښتینې تقوی غوره کړي او زړه او بدن یې له عاجزي او خشوع ډک وي.

زموږ د اکثرو هم لمنځونه عادتونه ګرځیدلي، نه مو لمونځ کوونکی تقوی خپلوي، نه په اخلاص لمونځ کوي او نه له خشوع او عاجزي خبر وي، ځکه نو لمنځونه، رشوتونه، غلاوې او دروغ ګډ پر مخ وړو، الله تعالی مو دې اصلاح کړي…

حامد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: