قطر، د ایران_سعودي او ترکیې_سعودي ترمنځ دروغې جوړې لپاره د منځګړتوب ټټر وواهه

عزم(چهارشنبه،۲۴ مرغومی ۱۳۹۹): وروسته تر هغه چې سعودي عربستان د دریو نورو عرب هیوادونو په ملتیا له قطر سره خپلې اړیکې عادي کړې، تازه دغه هیواد له سعودي سره د دوو لویو اسلامي هیوادونو “ایران اوترکیې” د اړیکو د عادي کیدو په موخه د منځګړتوب لپاره ټټر وهلی دی.
د قطر د بهرنیوچارو د وزارت استازي مطلق القحطاني له العربیة تلویزیون سره مرکه کې ویلي، که ریاض او تهران ترې رسما غوښتنه وکړي، دوی چمتو دي منځګړتوب ته یې ور ودانګي.
نوموړي ایران او سعودي خپل ګاونډیان او اقتصادي شریکان بللي او زیاته کړې یې ده چې دوی خپله غوښتنه پر نورو نه تحمیلوي، یواځې په دغه برخه کې د خپل چمتوالي نه خبر ورکوي.

مطلق القحطاني دغه راز ویلي چې که غوښتنه ترې وشي، دوی د ترکیې او ریاض ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو برخه کې هم منځګړتوب ته چمتو دي.

نوموړی وایی، د سیمې هېوادونه بايد د ستونزو رامنځته کولو او شخړو پر ځای د سولې او يووالي لپاره کار وکړي او په وینا یې چې په دې برخه کې باید په ځانګړې توګه د اسيا دغه درې ستر هېوادونه “ترکيه، سعودي او ایران” بايد خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي چې د اړتيا په صورت کې قطر د منځګړيتوب رول ادا کولو ته تيار دی.

تر دې مهاله نه ریاض او نه هم تهران او انقرې د قطر دې اعلان ته کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: