احمد سعیدي: که طارق ارین بښنه ونه غواړي داسې اسناد به افشا کړم چې دروند قیمت ولري

عزم(چهارشنبه، ۲۴ مرغومی ۱۳۹۹): تیر ماښام ناوخته د کابل ښار مکرویان ۳ سیمه کې د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي باندې برید وشو چې خپله هغه بچ خو یو تن ساتونکی یې ټپي شوی.

که څه هم له برید وروسته سمدستي د کابل ځینې چارواکي د هغه کور ته ورغلل او نوموړي سره یې د برید په اړه خبرې وکړې د پلټنې ډاډ یې ورکړ، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین بیا برید په سعیدي نه بلکې د کور سره نږدې یې پر یوه پوسته بللی وو.

طارق آرین ویلي وو چې د احمد سعیدي کور ته څیرمه پوسته باندې برید شوی چې یو پولیس پکې ټپي شوی، خو سعیدي د ارین معلومات ناسم بللي.

احمد سعیدي ویلي که طارق آرین ترې بښنه و نه غواړي داسې اسناد به افشا کړي چې قیمت به یې ورته دروند وي.
هغه دا نه دي ویلي چې څه ډول اسناد خو په دې وروستیو کې هدفي وژنې او ترورونه په چارواکو تپل کیږي او ویل کیږي چې حکومت کې دننه یوه کړۍ ترورونه په غاړه لري او کوي یې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: