کابل کې د اوبو ۱۳کوچني بندونه جوړېږي

عزم(چهارشنبه، ۲۴، مرغومی ۱۳۹۹): د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وايي، په کابل کې یې د ۱۳چکډمونو د جوړولو هوکړه لاسلیک کړې ده او ډېر ژر به یې چارې پیل شي.

د یادې ادارې تخنیکي مرستیال احمد ویس بصیري وايي، په دغه پروژو کې د اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې د اوبو پیاوړتیا، د سېلابونو مهارولو په موخه ۱۳چکډمونه د کابل په شکر دره، پغمان او استالف ولسوالیو کې جوړېږي.

د بصیري په خبره، د اوبو د ښه مدیریت، د اقلیمي بدلون، د ځمکې لاندې د اوبو پیاوړتیا او د سېلابونو د مخنیوي لپاره دغه پروژې اړینې دي. «د اوبو مدیریت، د سېلابونو کنټرول، څارویو او چاپېریال ساتنې ته د اوبو برابرولو په برخه کې د چکډم ساختمانونو جوړول له یو ځانګړي ارزښت څخه برخمن دي او د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره په پام کې لري چې د ټول هېواد پر کچه د چکډم پروژې تطبیق کړي.»

دی وايي، په یوې داسې طرحه هم کار روان دی، چې د کابل ښار لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شي او ټولو خلکو ته پاکې اوبه ورسېږي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وايي، غواړي د هېواد په ۳۴ولایتونو او ټولو ولسوالیو کې د اوبو د مدیریت لویې، منځنۍ او کوچنۍ پروژې پلي کړي او زرګونه خلکو ته د څښاک اوبه برابرې کړي.

د کابل په ګډون د هېواد د ټولو لویو ښارونو اوبه پاکې نه دي، چې له امله یې خلکو ته ګڼې ناروغۍ هم پیداکېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button