العربیة هوايي شرکت په پانګونې اریانا شرکت نور هم پراخېږي

عزم(چهارشنبه، ۲۴، مرغومی ۱۳۹۹): د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د متحده عربي اماراتو اړوند «العربیة هوايي شرکت» مسوولینو ډاډ ورکړی، چې په اریانا هوايي شرکت کې به پانګونه کوي.

د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي مشر محمد قاسم وفايي زاده وايي، د «العربیة هوايي شرکت» مسوولینو سره یې ناسته کړې او د یاد شرکت مسوولیو ډاډ ورکړی، چې په خپلې پانګونې سره به د اریانا هوايي شرکت نور هم پراخ کړي.

د وفايي زاده په خبره، اریانا هوايي شرکت د افغانستان له پخوانیو هوايي شرکتونو څخه دی او که چېرته «العربیة هوايي شرکت» پکې پانګونه وکړي، نو دغه شرکت بیا راژوندی کېږي. «موږ هېله لرو چې د «العربیة هوايي شرکت» د اریانا هوایي شرکت سره همکاري وکړي ترڅو دا هوایي شرکت په سیمه او نړۍ کې یو ځل بیا را ژوندی شي.»

دی وايي، د «العربیة هوايي شرکت»له مسولینو یې وغوښتل، چې څومره ژر شونې وي په دې هېواد کې د ملکي هوایي چلند په برخه کې پانګونه وکړي.

اریانا هوايي شرکت د افغانستان له پخوانیو هوايي شرکتونو څخه دی، خو په هېواد کې د اوږدې جګړې له امله د دغه شرکت ډېرې الوتکې زړې شوي او ځینو هېوادونو ته پرې د سفر کولو بندیز هم لګېدلی دی.

په حکومت کې د شته اداري فساد له امله افغانستان لا هم د سیمې په کچه یو معیاري هوايي ډګر نه لري او هوايي شرکتونه یې هم له سقوط سره مخامخ دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button