ننګرهار کې د صابون جوړولو شپږ کارخونې فعاله دي

عزم(چهارشنبه، ۲۴، مرغومی ۱۳۹۹): د ننګرهار د سوداګرۍ او صنعت ریاست وايي، په دغه ولایت کې د صابون جوړولو شپږ کارخونې فعاله دي او دوې نورې کارخونې به هم ډېر ژر فعالیت پیل کړي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او صنعت رییس محمد حسن محسن وايي، په یادو کارخونو پنځه مېلیونه امریکايي ډالر پانګونه شوې او سلګونه کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د محسن په خبره، په یادو کارخونو کې د ځان او جامو پرېمنځلو صابون جوړېږي او د هېواد ټولو ولایتونو ته صادرېږي. «ټاکل شوې په دې ولایت کې دوې نورې فابریکې هم فعاله شي چې د برېښنا او ځای اړوند ستونزو په حل سره به د ولایتونو سربېره نورو هېوادونو ته هم صادرات وکړي.»

په وروستیو کې په ننګرهار په بېلا بېلو برخو کې پانګونه زیاته شوې او له امله یې د وطني تولیداتو د زیاتېدو ترڅنګ خلکو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دې سربېره په ننګرهار کې د المونیمي لوښو د تولید ګڼ شمېر کارخونې فعاله دي او هره ورځ پکې ګڼ بېلابېل لوښي جوړېږي.

دی وايي، په یادو کارخونو کې د المونیو بېلابېل لوښي جوړېږي، چې خپل تولیدات د هېواد نورو ولایتونو ته هم لېږي.

له تېرو دوو لسیزو راهیسې په ننګرهار کې د راشکو بابا په نامه کارخونه کې دېګ بخارونه، دېګونه او نور لوښي جوړېږي، چې ښه کیفیت لري او ګڼ مینه وال یې پیدا کړي دي.

د ننګرهار سربېره د هېواد په ګڼو ولایتونو کې سوداګر او پانګه وال وايي، که حکومت ورته د امنیت، ځای او برېښنا ستونزه هواره کړي، نو په ګڼو برخو کې به پانګونه وکړي او زرګونه کسانو ته به کار پیدا کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: