پنځه والیان د اداري فساد په تور څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي

عزم(چهارشنبه، ۲۴، مرغومی ۱۳۹۹): د یو شمېر ولایتونو اوسني او پخواني والیان د اداري فساد په تور لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

د پژواک خبري اژانس د خبر له مخې، د والیانو سربېره د یو شمېر ولایتونو ولایتي رییسان هم د فساد په تور څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

یاد اژانس ته یو شمېر حکومتي سرچینو ویلي، په دغه چارواکو کې د پروان، بامیان او لوګر ولایتونو اوسني او پخواني والیان دي، چې د کرونا په بودیجه کې یې پراخ اداري فساد کړی او له خپلو دندو یې ناوړه ګټه اخیستې ده.

لویې څارنوالۍ ته په ورپېژندل شوو چارواکو کې د پروان اوسنی والي فضل الدین عیار، د لوګر اوسنی والي محمد اجمل شاه پور، د لوګر پخوانی والي محمد انور اسحاقزی او د بامیانو پخوانی والي او د اطلاعاتو او کلتور اوسنی چارسمبالی وزیر محمد طاهر زهیر دي.

همدارنګه د لوګر د تدارکاتو رییس تورن جنرال محمد نبي احمدزی، چې د زابل پخوانی والي هم لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

له دوی سربېره د پروان، بامیان او لوګر د عامې روغتیا، مستوفیت او تدارکاتو کمېټو رییسان هم لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: