طالبان: د کابل رژیم لومړیتوب د امریکا ګټې او امنیت دی

طالبان: کابل حکومت د امریکا د منافعو لپاره دافغانستان او افغان ولس په برخلیک لوبې کوي

عزم(چهارشنبه،۲۴ مرغومی ۱۳۹۹): طالبانو په خپله ورځنۍ سرمقاله کې له سي این این سره د اشرف غني د مرکې هغې برخې ته کتنه کړې چې ګواکې افغان عسکر د نړیوال امنیت د خوندیتابه ساتونکي دي او دده په واکمنۍ کې  لسګونه زره افغانان قرباني شوي،  خو یواځې ۹۸امریکایي سرتیري وژل شوي دي.
طالبانو ویلي: «د کابل ادارې کړنو، دریځ او څرګندونو ته که ځیر شو، دې پایلې ته رسیږو چې د همدې رژیم پر ضد جګړه په هیڅ صورت بین الافغاني جنګ نه دی، همدا رژیم د امریکایي استعمار یوه برخه ده، لومړیتوب یې د امریکا ګټې او امنیت دی او د امریکا د منافعو لپاره دافغانستان او افغان ولس په برخلیک لوبې کوي»
اشرف غني له سي این این سره په یاده مرکه کې پر دې تمرکز کړی چې امریکایي عسکر باید افغانستان کې پاته شي او هیواد کې د لا ډیر وخت لپاره بهرني ځواکونه شتون ولري، ترڅو هیواد د اوږدمهال لپاره«له ملي استقلال څخه بې برخې وي.»
طالبانو په پوښتونکې بڼه ویلي،« استعمار چې د کومې ادارې او رژیم پوځي، مالي او سیاسي ملاتړ کوي او رژیم هم مني چې د استعمار د ساتنې په سنګر کې ناست دی او دنده یې د استعمار د ګټو ساتنه ده. ایا همدې ډول ادارې او رژیم ته د مشروع نظام نسبت ملي خیانت نه دی؟! ځینې روشنفکران چې د وطن دوستۍ کاڼي هم په سینه پورې موږي همدې روښانه واقعیت ته متوجه نه دي او که د روښانه فکر په تائید پر ملي او هیوادنیو ګټو شخصي ګټو ته ترجیح ورکوي؟»

سرمقاله کې د اشرف غني هغو څرګندونو ته هم اشاره شوې چې ګواکې ددوی د مبارزې له امله نیویارک او واشنګټن په امن دي او زیاته شوې ده چې«د رژیم د مشر دا اعتراف ښیي چې لا هم د امریکا د امنیت لپاره له خپل ولس سره په جنګ بوخت دی.»

طالبانو ټینګار کړی چې نړیوال باید دا درک کړي چې دوی “اسلامي امارت”  هیڅ استعماري او یرغلګر ځواک ته اجازه نه ورکوي چې په ګران هیواد افغانستان کې پوځي حضور ولري او دلته خپل اهداف تعقیب کړي.« موږ لکه تېر ۱۹ کاله چې له خپلې خاورې، ارزښتونو او منافعو دفاع کړې اوس هم له دې مبارزې ستړي نه یو، د اشغال د یومخیزې خاتمې او د اسلامي نظام تر نفاذ پورې به مو روانه مبارزه او جهاد جاري وي.»

بلخوا ډاکتر غني د کابل پوهنتون محصلینو ته د لیکچر پر مهال،  یوځل بیا ټینګار وکړ
چې د خپل واک پرمهال یې هم د امریکا عسکر اوهم میلیاردونه ډالر خوندي کړل، خو په دې موده کې افغانانو ستره قرباني ورکړه.
«مونږ یو چې د نړیوال امنیت د خوندیتابه په لومړۍ کرښه کې قرار لرو»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: