د مؤقت حکومت ګنګوسې؛ ارګ او امریکا یې ردوي خو مخکښ سیاستوال یې اړتیا بولي

عزم(چهارشنبه،۲۴ مرغومی ۱۳۹۹): په داسې حال کې چې هیواد کې د مؤقت حکومت د رامنځته کیدلو موضوع د خبرونو سرټکی جوړ شوی، په پرلپسې توګه یې کابل حکومت ردوي، خو سیاسي مشران اړتیا بولي.

د ملي مصالحې شورا د رهبري کمیټې غړی محمد اسماعیل‌خان وایي، د روانو ستونزو د لمنځه وړلو لپاره له مؤقت حکومت پرته بل کوم ښه بدیل نه شته.

اسماعیل خان نن په هرات کې یوې خبري غونډې ته وویل، حکومتي مشران د سولې جدي اراده نه لري او د واک زوال نه غواړي، « ارګ که په رښتیا هم سوله غواړي هم دا نن باید واک پریږدي او چارې یوې لنډمهالې ادارې ته وسپاري.»
اسماعیل خان وایي، په مؤقت حکومت کې نظام نه؛ یواځې اشرف غني او مرستیالان یې تغیر خوري او په وینا یې چې د ارګ له ټیم پرته ټول سیاسیون په یوه خوله د مؤقتې ادارې غوښتونکي دي.

بلخوا بیا کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي “زلمي خلیلزاد” د سولې روانو مذاکراتو د چټکتیا غوښتنه کړې او په دې تړاو یې له افغانانو سره خبرې کړي او د هغوی نظرونه یې هم اخستي دي.
نوموړی وایي ده او زلمي خلیلزاد د مؤقت حکومت ملاتړ نه دی کړی او متحده ایالات هم د داسې جوړښت ملاتړ نه کوي.
په همهاله توګه د اشرف غني دوهم مرستیال “سرور دانش “بیا ویلي چې نه فعلي اداره او نه هم اساسي قانون د تغییر او تبدیل وړ ده او په دې هکله دوی هیچاته اجازه نه ورکوي آن که د سولې تر خبرو وروسته هم وي.
سرور دانش وایي، لنډ مهالی حکومت هم نه مني، ځکه چې په وینا یې مؤقته اداره په هغو شرایطو کې مطرح کېږي چې د بې نظامۍ له حالته یوه نظام لرونکي حالت ته لېږد کوو، خو په خبره یې« موږ دا ډول څه ته اړتیا نه لرو.»
بلخوا بیا د ملي مصالحې عالي شورا دوهم مرستیال بیا د نظام پر بقاء ټینګار کوي، خو زیاتوي چې اساسي قانون او د حکومت اوسنی جوړښت د منلو وړ نه بریښي او تعدیلاتو ته اړتیا لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: