د حُسن شمعه

د حُسن شمعه مي صفا ستا انتظار وخوړه
د زړه له سوزه ګرده ختمه شوه انګار وخوړه

تر سپېدو چاوده د تیارو په خلاف وځلېده
ستا د تأخير په ملګرتیا یې ترسهار وخوړه

ما دې پرې لارې د راتلو ته منه ډېر وكتل
زما د سترګو بینا ستا د راتلو لار وخوړه

د اندېښنو كارغان دي زما د خوښي باغ لاشوي
د صبر څانګه زما یې توله په وار وار وخوړه

ستا تر راتلو به آزادي! په انتظار اوسېږم
اګر که روح مي د اجل تیره ګزار وخوړه

مستغني كله به نسيم د فتحې زېري وېشي
ګوله د ژوند مو که په امن په قرار وخوړه.

سید حسن مستغني

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button