کرېکټ بورډ: روان کال د افغان لوبغاړو لپاره بوخت کال دی

عزم(پنجشنبه، ۲۵، مرغومی ۱۳۹۹): د افغانستان د کرېکټ بورډ اداره وايي، پرون یې په خپله کلنۍ غونډه کې د تېر کال په لاسته راوړنو او د روان کال پر پلان خبرې کړي دي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پرو سږکال که څه هم ډېر خنډونه وو، خو بیا یې هم ځینې لاسته راوړنې لرلې، چې ښه بېلګه یې په کابل کې د یوه لوبغالي د جوړېدو لپاره د ۱۰۰جریبه ځمکې ځانګړي کول دي.

د کرېکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزی وايي، راتلونکی کال هم د افغان کرېکټ په تاریخ کې د لوبو د مهالوېش له اړخه تر ټولو بوخت کال دی، د دغه کال لپاره مو غوره پلانونه، د عوایدو سرچینې، اصلاحات، پالیسۍ او نور ډېر اړین موارد په پام کې نیولي چې هیله ده په ښه توګه یې تنظیم او ترلاسه کړو.

د کرېکټ بورډ اجراییه مشر رحمت الله قریشي وايي، پرو سږکال مو د کورني کرېکټ کې د لېسټ اې، شپږیزې کرېکټ لیګ، درېیمه درجه، دویمه درجه او لومړۍ درجه یا اېلیټ جام، له ۱۶ کلنو د کم عمره لوبغاړو، د ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو او د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ سیالۍ او د چمتووالي روزنیز کمپونه ترسره کړل.

د قریشي په خبره، پرو سږکال د افغان لوبډلې لوبې ځمکه کمې وې، چې د کرونا ناروغۍ ټوله نړۍ وځپله، خو د پرو سږکال کرېکټ به هم سږ کال جبران شي او په روان کې افغان لوبډله ډېرې لوبې لري.

«د کرېکټ نړیوالې شورا له مشر سره یې خبرې کړې، ترڅو افغان کرېکټ ته هم د بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد په اندازه پیسې ورکړي، سربېره پر دې مو د افغانستان له دولت او له یو شمېر نورو هېوادونو هم هیله کړې، چې په ځانګړي ډول د کابل کرېکټ معیاري لوبغالي د جوړېدو او د عمومي مالي ملاتړ کوونکي په ډګرونو کې ورسره مرسته وکړي، هیله ده دغه پلان په نږدې راتلونکي کې پر حقیقت بدل شي.»

د کرېکټ بورډ اداره داسې مهال په روان کال کې د ډېرو لوبو خبره کوي، چې اوس‌مهال افغان لوبډله یوازې هغه لوبې ترسره کوي، چې د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا ورکړل شوي دي، خو د کرېکټ بورډ اداره په دې نه ده توانېدلې، چې له نورو هېوادونو سره لوبې برابرې کړي او افغان لوبډله بوخته وساتي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button