ملغلرې

 

ليکنه : سراج احمد افغان
۱_د سهار له پیل څخه د مخه بايد د ورځې د چارو په اړه پلان موجود وي، په دې سره د وخت د ضايع کيدو او د مهمو چارو د پاتې کيدو مخه نیول کیږي.
۲_که ګناه څخه ځان ساتل غواړې، نو له مقدماتو څخه یې پرهیز وکړه!
۳_که له ګناه څخه ځان ساتل غواړې، نو له عواملو څخه یې ځان وساته!
۳_توبه کله هم مه پریږده او که په توبه ټينګ دریدلی هم نشې توبه مه پریږده، یو وخت به الله تعالی استقامت درته پرې نصیب کړي!
۴_له توبې څخه مایوسي د ګناه پر وړاندې ناکامي ده.
۵_رښتینی مؤمن تر ټولو زیات له ګناه څخه ځوریږي، ګناه ورته د تورې بلا په شان ښکاریږي.
۶_نفس وروزئ، له مشقت ګاللو او صبر سره یې عادت کړئ، له دې سره یې عادت کړئ چې د یو چا خبره واورئ او که حقه وي ویې منئ، له دې سره یې عادت کړئ چې څه غواړي له هغه څخه یې په آسانۍ راوګرځولای شئ، له دې سره یې عادت کړئ چې په نيکو کارونو کې مشقت وګالي او له بدو څخه صبر وکړای شي.
۷_کوم زړونه چې د دنيا په مینه کې مات شي د آخرت په مینه بیرته رغیدلای شي او بریا ترلاسه کولای شي، د آخرت مینه ماته نلري.
۸_په خپله شاوخوا کې د يوې کمزورۍ یا یو قوت له امله یو چاته ته په یوه مشروع استثنی قائلیدل په ګډ بهير کې پرمختګ آسانه کوي او د غمونو بار سپکوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button