د نیمروز برید او د حکومت ناڅرگندې څېړنې

خط اول:
د طالبانو او امریکا ترمنځ له شوې هوکړې وروسته هوايي بریدونه کم شوي؛ خو لا هم په یو مخیز ډول بند شوي نه دي. اوس هم امریکايي عسکر وخت ناوخت هوايي بریدونه کوي او ملکي خلک پکې په نښه کوي. افغان حکومت هم د امریکايي عسکرو په څېر ملکیانو ته مرگ‌ژوبله اړوي. حکومت تر دې حده سپین سترگي کوي، چې لومړی په خپلو هوايي بریدونو کې د ملکي خلکو مرگ‌ژوبله نه مني؛ خو کله چې امریکا او اروپايي ټولنه دغه بریدونه وغندي، نو د حکومت د خواخوږۍ اعلامیې هم خپرې شي. په هېواد کې له هر ځل ملکي مرگ‌ژوبلې وروسته حکومت د «څېړنو» ژمنه کړې؛ خو په تېرو شلو کلونو کې تراوسه د هېڅ څېړنې پایلې معلومې شوي نه دي او نه یې هم مرتکبین مجازات شوي دي.
د تېرې ‌یک‌شنبې په شپه دولتي الوتکو د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ په «منزرې» سیمه کې هوايي بریدونه وکړل، چې ۱۸تنو ملکي خلکو ته یې پکې مرگ‌ژوبله واړوله. د دفاع وزارت په پوره سپین‌سترگۍ وویل، چې په دغه هوايي برید کې د ۹ پاکستانیانو په گډون ۱۴تنه وژل شوي. د دفاع وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو: «د هېواد هوایي ځواک دوه شپې مخکې د نیمروز ولایت د “خاشرود” ولسوالۍ په “منزرې” سیمه کې د طالبانو یوه قرارګاه په نښه کړه. په دغه هوایي برید کې، ۹ پاکستاني ترهګر او ۵ تنه د سیمې طالبان ووژل شول او ۶ تنه نور یې ټپیان شول. په دې برید کې، عامو وګړو ته د مرګ‌ژوبلې د ادعا په تړاو جدي څېړنې روانې دي.»
ارگ تر هغه وخته خوله پټه نیولې وه، چې فرانسې دغه برید وغانده. ارگ د نورو بریدونو په شان د تمساح اوښکې تویې کړې او د هر اړخیزې څېړنې ژمنه یې وکړه.
«د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې زموږ د هیوادوالو د شهادت او ټپي کېدو د خبر په اورېدو سخت خواشینی شوم، د شهیدانو درنو کورنیو ته د جمیل صبر، ټپیانو ته د بشپړې روغتیا او شهیدانو ته د فردوس جنت دعا کوم. د نیمروز ولایت مسوولینو ته په ټینګار لارښوونه کوم چې ژر تر ژره د شهیدانو کورنیو ته رسېدګي او د ټپیانو اساسي درملنه وکړي. امنیتي او دفاعي ارګانونه دې د دغه هوایي برید په اړه د هراړخیزې څېړنې او موندنې د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریکې کړي. د تل په څېر په ټينګار سره دوی ته دستور ورکوم چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره دې د عملیاتو پرمهال له زیات دقت څخه کار واخلي.»
تر ننه د نیمروز ځايي چارواکو ویل چې تراوسه نه دغه ولایت ته د برید د څېړنې لپاره گمارل شوی پلاوی ورغلی او نه هم دولتي چارواکي سیمې ته ورغلي دي. ځايي خلکو رسنیو ته ویلي وو: د یکشنبې په شپه ۱۲بجې د حکومت د هوايي عسکرو څلورو الوتکو د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ د منزرې په کلي کې د ۷۷کلن عبدالقادر کور په نښه کړ، چې په دغه برید کې خپله عبدالقادر، د هغه زوی، ۵لوڼې، نږور او لمسیان چې ټول شمېر ۱۸تنه کېږي، وژل شوي دي او د عبدالقادر د کورنۍ یوازې دوه زامن نوراني او احمد ژوندي پاتې دي، چې هغوی هم سخت ټپیان دي.
د عبدالقادر د تره زوی میرحسن ویلي: د عبدالقادر دوه لوڼې په مېلمستیاوې راغلې وې، لمسیان یې هم وو، ۴پېغلې لوڼې یې وې. «له دې پېښې۵ ورځې تېرېږي، خو لا هم څېړونکی پلاوی د څېړنې لپاره سیمې ته نه دی تللی. پنځوس کاله کېږي چې موږ د خلکو بزګري کوو، د بل لپاره خواري کوو، اتلس تنه یې ما ته شهیدان را واړول. زموږ درې کورونه یې ونړول، بمبار یې وکړ، ولې، د څلوېښت کورونو په منځ کې موږ پراته وو.»
حکومت به په دغه برید هم لکه د نورو بریدونو په شان خاورې واړوي او یا به داسې بله پېښه وکړي، چې له خلکو دغه برید هېر کړي. حکومت داسې مهال خپلو هوايي بریدونو ته زور ورکړی، چې مرکچي پلاوی یې په قطر کې دی او د سولې خبرې روانې دي. که د سولې د خبرو پر مهال اوربند نه کېږي، باید جگړه تر اخیري کچې راکمه شي او ملکي مرگ‌ژوبله صفر ته راکمه شي. حکومت په بیا بیا له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي، خو خپله یې د هوايي بریدونو سربېره هدفي وژنو ته هم کار ویلی دی او خپل خواخوږي او مخالفین پکې دواړه وژني.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button