هر څه له الله تعالى وغواړئ!

نصير تکل

قال  رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم:”‏ لِيَسْأَلْ أَحَدُكُمْ رَبَّهُ حَاجَتَهُ حَتَّى يَسْأَلَهُ الْمِلْحَ وَحَتَّى يَسْأَلَهُ شِسْعَ نَعْلِهِ إِذَا انْقَطَعَ ‏(رواه الترمذي)
ژباړه: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: له تاسې څخه د هر يو کس خپل ضرورتونه او اړتياوې د خپل رب څخه وغواړي، تردې چې مالګه دې هم له الله تعالى څخه وغواړي او که د بوټ بند يې وشليږي هغه دې هم له الله تعالى څخه وغواړي.
مطلب دا چې انسان دې له الله تعالى پرته د هېچا په وړاندې د سوال لاس نه غځوي، د خپل هر ضرورت او مشکل د حل لپاره بايد يوازې الله تعالى ته رجوع وکړي.

له بنده ګانو څخه بې نيازه او بې پروا وي او د الله تعالى په دربار کې فقر او عاجزي د توحيد بنسټيزه غوښتنه او تقاضا ده د توحيد د عقيدې غيرت دا هم نشي زغملى چې د بوټ د مزي او مالګې يوه ټوټه هم د غيرالله څخه وغوښتل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button