سعودي عربستان په قطر کې خپل سفارت بیرته پرانیزي

عزم(شنبه،۲۷مرغومی ۱۳۹۹): د سعودي عربستان چارواکو خبر ورکړی، چې د قطر سره د اړیکو تر رغیدو وروسته اوس پلان لري، ددغه هیواد پلازمینه دوحه کې خپل سفارت یوځل بیا پرانیزي.

داڅرګندونې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر، فیصل بن فرحان، له خپل اردوني سیال “ایمن الصفدي” سره تر کتنې وروسته، د یوه مشترک خبري کنفرانس پرمهال وکړې او زیاته یې کړه چې له قطر سره یې دیپلوماتیکې اړیکې په بشپړ ډول عادي شوې دي.

قطر کې د سعودي سفارت یو نیم کال وړاندې د خلیج د همکارۍ شورا د پرېکړې پر اساس، د سفارتي تعلقاتو له پرېکون وروسته وتړل شو.

سعودي ویلي، هغه تړون ته بشپړه ژمنتیا لري چې د روانې “جنوري” میاشتې پر پنځمه نیټه د “العلا” سیمه کې د قطر او څلورو عرب هیوادونو ترمنځ لاسلیک شو.
د یاد تړون له مخې به سعودي، مصر، متحده امارات او بحرین له قطر سره د ټولو سیاسي، سفارتي او دیپلوماتیکو اړېکو پرېکون پای ته رسوي او په بېلا بېلو برخو کې د روابطو د لا ښه کېدا چارې په چټکۍ سره مخ پر وړاندې وړل کیږي.

دا توافق د کویټ په هڅو او د امریکا په غوښتنه او منځګړتوب ترسره شو.
تر دې وړاندې، د سعودي عرب په مشري هیوادونو “مصر، اماراتو او بحرین” قطر ته د اړیکو د ښه کیدو لپاره ۱۳شرایط ایښي وه چې مهم یې له ایران او اخوان المسلمین سره د اړیکو پریکون او په قطر کې د الجزیره شبکې او ترکیې د پوځي اډې تړل وه، خو قطر د هیڅ شرط منلو ته غاړه نه ده ایښې.
تیرو کلونو کې د سعودي لخوا بندیزونه تر دې کچې سخت وه چې قطري وګړي له حج او عمرې منع شول، د قطریانو اوښان او نور توکي سعودي ونیول او قطري وګړي د سعودي تور لیست ته داخل شول

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button