د مذاکراتي ټیمونو د مشرانو او غړو ترمنځ د اجنډا پر موضوعاتو ناسته شوې
عزم(یکشنبه،۲۸مرغومی ۱۳۹۹): د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وایی چې نن ماښام مهال د بين الافغاني مذاکراتو د ټيمونو د مشرانو او د ټيمونو د څو غړو تر مېنځ ناسته ترسره شوې ده.
طالب ویاند ویلي چې په دغه ناسته کی د اجنډا پر موضوعاتو او د راتلونکو ناستو په هکله خبری وشوې.
د کابل د مذاکراتي ټیم ویاند “نادر نادري” بیا ددې خبر د تائید ترڅنګ ویلي چې په ناسته کې ډیر تمرکز د اجنډا پر موضوع ترسره شو.
د کابل د ټیم مرکچيان وایي چې دا له تیرې اونۍ راهیسې لومړنۍ ناسته وه چې ددواړو لوریو ترمنځ د اجنډا د توحید پرسر دایره شوه.
بل لور ته د کابل د مذاکراتي ټیم مشر “معصوم ستانکزي” ویلي چې دوی هیله مند دي، تر راتلونکې اونۍ د مذاکراتو په اجنډا کې پرمختګ وکړي او جدي بحثونو ته داخل شي