د سالې هوا تر تاوده ځای راوزي…!!

 

شاهين ارين

بين الافغاني مذاکرات خپل لومړني پړاوونه په داسې حال کې وهي، چې د سختو ګواښونو او ننګونو سره لاس او ګريوان دي، د کابل ګوډاګی رژيم په ټول توان سره لګيا دی، چې روان مذاکرات له بيلابيلو خنډونو سره مخ کړي، د ځنډ او مختل کولو کوښښونه يې په کار اچولي دي، او شړيدلي بهانې د دې لپاره سره پیوند کوي، ترڅو د مذاکراتو دروازه د تل لپاره وتړي او مذاکره کوونکې ټيمونه د افغانستان د اوږدې کشالې له حل او فصل پرته سره بيل کړي.
د طالبانو له لورې د امريکا سره د لومړي پړاو خبرو څخه دوی په دې تمه دي، چې د سولې روان بهير به يو ځای شنډ او ورپوري تړلي هيلې به ټولې تالا ترغه شي، ځکه يې د هغه وخت څخه د سولې سره په دښمنۍ کې چټکتيا راغلې ده، د طالبانو او امريکا ترمنځ د توافقنامې تر لاسليک وروسته يې عملا د سولې په مخ کې خنډونه کرل پيل کړل، ډول ډول بهانې او خنډونه يې د سولې مخ ته ورټيله کول، خو د دوی هيڅ يو خنډ پر سوله داسې تاثېر ونه کړ، چې د سولې اصلي څېره دې مسخه شي.
د سولې د تېر او روان بهير د زيانمنولو لپاره د کابل رژيم د ګوډاګيو چارواکو له خولې داسې څرګندوني راوتلي دي، چې د هغوی تر سويې ډيري ستري دې، د هغوی د مقام او مرتبې وړ نه دې، دوی تر خپلي سويې د لوړو خبرو او څرګندونو په وسيله د سولې بهير مهاروي، خو د خپلې دې احمقانه تګلارې د زيان څخه خبر نه دي، چې خپل اعتبار په دې وجه له لاسه ورکوي چې خبرې يې عملې کردار نه لري، ځکه دوی خپله د خپلو خبرو په دوران کې حس کوي، چې عمل او واقعيت ته رسيدګي يې تش خيال او خوب دی.بس
د کابل رژيم کې د سولې سره تر ټولو سرسختو مخالفينو او دښمنانو په قطار کې يو هم د شمالي ټلوالي پاته شونی امرالله سالې دی، سالې امريکا ته د وفادارۍ له امله تل  د کابل ادارې پر غوښنو پوسټونو ناست وي، هغه د سي، ای، اې په ځانګړيو نوکرانو کې شمېرل کيږي، هغه د طالبانو سره په دښمنۍ کې تر هر څه تېر دی، اسلاميت او افغانيت دواړه يې د طالبانو په دښمنۍ کې قرباني کړي دي، حتی انسانيت هم نه پېژني، په اسلامي نظام د هغه پسخند او تمسخر د چا هېر نه دی، د هغه د جرمونو او جنايتونو لړۍ ډيره اوږده مخينه لري، چې په يوه وړه مقاله کې ځايول يې ناشوني دي.
د سالې هغه څرګندوني او کړني بيخي ډيرې دي، چې سالې يې هره ورځ د سولې د مخنيوي لپاره تکراروي، سالې د پنځه زره طالب بنديانو د ځنډ، د داعش په نوم خونړي بريدونو، د سولې د تخريب او د اسلامي نظام په مخنيوي کې لوی لاس لري، چې تېره ورځ يې د طالبانو د اعدام ګواښ هم وکړ، سالې پروني او ننني ټول جنايتونه او جرمونه ټول د واک او اقتدار پر سر د پاتې کېدلو لپاره کړي دي، ترڅو د يو څه وخت لپاره نور هم پر څوکۍ سپور وي، فساد، غصب، غلا، چور او تالان ته يې لاسونه ور ايله پاتي شي.
خو سالې چې د طالبانو د اعدام ګواښ کوي، د پښتنو په اصطلاح هوا يې تر تاوده ځای راوزي، تر خپلي سويې لوړې خبري کوي، داسې څرګندوني تکراروي، چې د ده د وړې خولې سره نه ښايې، ځکه بادار (امريکا) به يې نور هيڅ درد دوا نه کړې، هغه اوس خپله د يوې سترې داخلي جګړې په لور روانه ده، د ځان ژغورني لپاره هلته خپل ځاني او اقتصادي لګښتونو ته اړتيا لري، په افغانستان کې پاتي کېدلو ته زړه نه ښه کوي، ورو ورو له دې ځايه روانه ده، پښې سپکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: